د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

نړیوال بانک له مالیې وزارت سره د ۳۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستو تړون وکړ


د افغانستان د مالیې وزارت او نړیوال بانک ترمنځ د ۳۵۰ میليونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د وړیا مرستو يو تړون لاسلیک شو.

له اصلاحاتو د ملاتړ او د لوږې د مخینوي په هدف، نړیوال بانک د افغانستان سره د وړیا مرستې دا تړون لاسلیک کړ.

د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۸» په کابل کې د دغه تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې مرسته شوې پیسې به په يادو برخو کې په اغېزمن ډول ولګول شي.

دی وایي:

"د دغو مرستو ارزښت کولای شو چې په څو برخو ووېشو، لومړی خو دا چې د افغانستان له حکومته ملاتړ کېږي، بله دا چې دغه پیسې څنګه کېدلای شي چې د لوږې د کچې راکمولو، د اقتصادي ودې او مالي مدیریت د ښه‌والي لپاره ولګول شي."

ښاغلي قیومي دغه‌شان وویل چې دغه پیسې به د افغانستان د ملي بودجې له لارې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو په شفاف ډول ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې له نیمایي زیات افغانان د بې‌وزلۍ د کچې لاندې ژوند کوي او په دې اړه جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

د افغانستان د احصائیې د مرکزي ادارې د ۱۳۹۵ لمریز کال د راپور له مخې چې د روان کال د غويي په میاشت کې خپره شوې، ښيي چې په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه ۲۴ په ۱۰۰ کې او د بې‌وزلۍ کچه ۵۴ په ۱۰۰ کې لوړه شوې ده.

د دغې ادارې په راپور کې دغه‌شان راغلي چې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه له ۳۸ تر ۵۴ سلنې لوړه شوې او په ۱۰۰ کې ۴۴ افغانان خوراکي خوندیتوب نه‌لري.

په ورته وخت کې د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال هارټوګ شیفر د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي سره د ياد تړون د لاسلیک پر مهال له افغان چارواکو وغوښتل چې مرسته شوې پیسې په داسې ډول ولګوي چې د افغانانو درد پرې دوا شي.

نوموړی زیاتوي:

"موږ په افغانستان کې د پرمختګ لپاره د زیاتو مرستو تابیا لرو، زموږ هڅه دا ده چې افغانستان کلیدي پرمختیاوو ته ورسېږي، زما غوښتنه د مالیې وزیر او له نورو افغان چارواکو دا ده چې دغه پیسې د خلکو د ژوند د ښه‌والي لپاره په اغېزمن ډول ولګوي."

خو له دې ټولو سره سره د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان له هغې ډلې سید قیاس سیدي وايي، که نړیوالې مرستې په شفاف او عادلانه ډول ولګول شي، نو په افغانستان کې به د بې‌وزلۍ او اوزګارتیا کچه ټيټه او د دغه هېواد په اقتصادي وده کې به ښه‌والی راشي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG