د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

ولسمشر غني: په هېواد کې یوه وړه ډله مفسدین شته چې باید مخه یې ونیول شي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې یوه وړه ډله مفسدین شته چې باید مخه یې ونیول شي.

ولسمشر غني زیاتوي چې له فساد سره ځکه کلکه مبارزه پکار ده چې فساد فتنه زېږوي او فتنه د فاجعې لامل ګرځي.

ښاغلي غني چې د یکشنبې په ورځ یې په ارګ کې د اداري فساد پر وړاندې د ممبر غږ کنفرانس په پای غونډه کې څرګندونې کولې، وویل چې یوې وړې مفسدې ډلې د ۳۰ میلیونو افغانانو شهرت په ځمکه ویشتلی.

محمد اشرف غني وایي:

"د یوې محدودې ډلې لپاره د دېرش میلیونو انسانانو شهرت په ځمکه پروت دی، ایا ۳۰ میلیونه افغانان فاسد دي؟ یا یو وړوکی اقلیت فاسد دی، تاسې قضاوت وکړئ، دغه ملت عظیم ولس دی، دا ملت فاسد نه دی، یو اقلیت د ملت فاسد دی، دیني علمان، ځوانان، مشران او مېرمنې نه دي فاسدې، یوه ډله اقلیت دی چې د دې اقلیت باید مخنیوی وشی."

په تېرو دوو ورځو کې له ټول افغانستانه شااوخوا ۲۰۰ دیني علمان په کابل کې راټول شوي، دوی د فساد پر وړاندې د ممبر غږ کنفرانس په وروستۍ ورځ په خپل پرېکړه لیک کې له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې د مفسدینو پر وړاندې په خپلو پرېکړو او فیصلو کې قاطع و اوسي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وویل چې له فساد سره مبارزه ګډو هڅو ته اړتیا لري او دیني علمان باید د فساد پروړاندې په مباززه کې فعاله او پراخه ونډه واخلي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه چې د فساد پرضد په ملي ستراتیژۍ کې به د دیني عالمانو سپارښتنو ته ځای ورکړي او عمل به پرې وشي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره افغان دیني عالمان په داسې حال کې غږ پورته کوي چې له تېرو شااوخوا ۱۸ کلونو راهیسې د فساد د مخنیوي په هدف، په لسګونو ادارې فعالې دي، خو د افغانستان د عامو خلکو او کارپوهانو په باور، دغه ادارې هم د فساد پر وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلې دي.

د افغانستان د دیني علمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف په دیني علمانو غږ وکړ چې د هغو کسانو نومونه افشا کړي، کوم چې په فساد کې ښکېل دي.

مولوي قیام الدین کشاف
مولوي قیام الدین کشاف

دی وایي:

"زه له دیني علمانو ډېر احترامانه خواهش کوم چې حق ووایئ، څوک به یې ووايي چې تاسې یې ونه ووایئ او که اړتیا شي، د دغو ظالمانو په ممبر نوم واخلئ او ټولنې ته یې معرفي کړئ."

ښاغلی کشاف زیاتوي چې مفسیدن په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کوي او نظام ګواښي، نو باید احترام یې ونه شي او منزوي شي.

افغان ولسمشر وايي، یوې خواته خبیثه کړۍ چې فساد، فتنه او فاجعه ده او بلې خواته نجیبه کړۍ چې عدلت، قانون او د قانون حاکمیت دی، نو په خبره یې چې دیني علمان کولای شي چې د خبیثې کړۍ په وړاندې له حکومت سره د مبارزې هڅې همغږې کړي.

ښاغلی غني وايي، د وزیر محاکمه کېدل یې د فساد پر وړاندې د ټینګې مبارزې ښکاره بېلګه ده.

ولسمشر د دغه وزیر نوم وانه خیست، خو په دې ورستیو کې د افغانستان د مخابراتو پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي محکمې ته راکاږل شو.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د فساد پر وړاندې به په قاطع ډول مبارزه کوي او ټینګار کوي چې حکومت په دې برخه کې په خپلو کړو ژمنو ولاړ دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG