په ولسي جرګه کې د غور ځينې استازي وايي چې د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د حکومت ملاتړي پاڅون کوونکي خلک ځوروي.
د دغو استازو له ډلې نادرشاه بحر د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاڅون کوونکي ممکن د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې ګټور وي، خو په ځینو سیمو کې د خلکو په ځورولو کې هم لاس لري.
دی وايي:
"په ځینو ځایونو کې ولسي پاڅون کوونکي نه یوازې دا چې ګټور نهدي تمام شوي، بلکې خلکو ته يې ستونزې جوړې کړي، ځکه چې دوی ته روزنه نه ورکول کېږي او د حکومت په اهدافو نه پوهېږي."
له دې وړاندې د غور ځینو اوسیدونکو هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې پهدغه ولایت کې پاڅون کوونکي په یوه مصیبت بدل شوي دي.
د افغان حکومت په ملاتړ دا پاڅون کوونکي په غور او د افغانستان په ځينو نورو ولایتونو کې د طالبانو او وسلهوالو مخالفینو له نفوذه د مخنیوي، د امنیت د ټينګښت او د خلکو د ارامۍ او هوساینې په هدف جوړ شوي دي.
ویل کېږي چې دا پاڅون کوونکي د غور په مرکز فېروزکوه، دولینه، چهارسده، شهرک او نورو سیمو کې فعاله دي.
خو په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو او د غور د اوسیدونکو له اندېښنو سره-سره د غور حکومتي چارواکي د پاڅون کوونکو ننګه کوي.
د غور والي غلام ناصر خاضع ازادي راډيوته وویل، وسلهوال مخالفین تر مرکز فیروزکوه رسېدلي، خو خلک دي چې پر وړاندې يې مبارزه کوي.
ښاغلي خاضع زیاته کړه:
"مخالفین چې د فېروزکوه تر نېږدې ځایونو او د خلکو د اوسېدو تر کلیو را رسېدلي وو همدې خلکو يې مخنیوی وکړ چې په نتیجه کې دښمن ونهشو کولای چې پرمختګ وکړي، موږ چې یو ځای ته رسېږو یا يې ملاتړ کوو دښمن بلخوا مخه کوي او له بدهمرغه په غور کې کافي دفاعي او امنیتي امکانات نشته."
دی وايي، د غور په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو مخالفینو خوځښتونه احساسېږي، خو دوی یي پر وړاندې له ستونزو سره مخ دي.
د ښاغلي خاضع په خبره، محلي اداره له پاڅون کوونکو نه د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې د قانون په چوکاټ کې ملاتړ او د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.
له دې سره د امنیتي چارو کارپوه حی ګل سلیمانخېل وايي، که ولسي پاڅون کوونکي ښه مدیریت نهشي ورته ستونزې او انتقادونه رامنځته کېږي، خو دی هم ټینګار کوي چې پر ځای يې باید د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته پاملرنه وشي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ