د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۲

روغتیا وزارت او اترا د نوري فایبر له لارې د روغتونونو د نښلولو تړون وکړ

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او اترا یا د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې ترمنځ د نوري فایبر د شبکې له لارې د روغتونونو د نښلولو تړون لاسلیک شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، د نوري فایبر شبکې له لارې د روغتونونو په نښلولو سره به، د لېرې پرتو سیمو ناروغانو ته د تشخیص او درملنې اسانتیاوې برابرې شي.

فیروز الدین فیروز د یکشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په لومړي سر کې به د پکتیکا ولایت د ښرنې او د سمنګانو ولایت د ایبکو روغتونونه د کابل له جمهوریت روغتون سره ونښلول شي او په راتلونکو کلونو کې به د ۱۵ ولایتونو روغتونونه د مرکز له بېلابېلو روغتونونو سره ونښلول شي.

نوموړي وويل چې د روغتونونو په نېږدې کېدو او له لېرې واټنه د طبابت په برخه کې په وخت سره د خدمتونو په وړاندې کولو کې دا ډېره مهمه ده.

فیروزالدین فیروز
فیروزالدین فیروز

دی وایي:

"د دغه هوکړه لیک له مخې، مونږ کولای شو چې د ولایتونو او ولسوالیو روغتونونه له مرکز سره ونښلوو او دغه شان به وتوانېږو چې روغتیايي سیستم له هېواده بهر روغتونونو سره وصل کړو، تاسې ته معلومه ده چې د طبابت او ټکنالوژۍ اړیکې ډېرې نېږدې دي او له ټکنالوژۍ پرته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول به نا ممنکنه وي."

نوموړي وویل، په دې سره به د روغتیا په برخه کې د هېواد د لېرو پرتو سیمو ناروغان مرکز ته د راتګ اړتیا ونه لري او ناروغان به د برښنايي وسایلو په مټ له مرکزه تشخیص او ډاکټرانو ته به د درملنې لازمې لارښوونې کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه ګام په اوچتولو سره به بهرنیو هېوادونو ته د نېږدې ۳۰۰ میلیونو ډالرو د لېږدولو مخنیوی وشي چې هر کال له هېواده بهر د افغانانو په درملنه لګول کېږي.

په دغې درې کلنې پروژې درې میلیونه ډالر لګښت راغلی چې د اترا یا د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې له خوا ورکول کېږي.

نجیب الله عزیزي
نجیب الله عزیزي

د یادې ادارې مشر نجیب الله عزیزي د دغې پروژې په تړاو داسې وویل:

"د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره په دې برخه کې مهم رول لري، لومړنۍ تمويلوونکی رول دی او په دویم قدم کې له پروژې څارنه کوي، مونږ څارنه د دې لپاره کوو چې کومې پیسې چې روغتیا وزارت ته ورکوو، څومره په شفافه ډول لګول کېږي او همدارنګه د دې پروژې د موثریت په تړاو به له عامې روغتیا وزارت سره معلومات شریکوو چې څه موثریت یې درلود او کومو برخو کې ستونزې موجودې دي."

که څه هم اوسمهال د هېواد یوشمېر خصوصي روغتونونه له بهرنیو روغتونونو سره نښلول شوي، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دا لومړی ځل دی چې له لرې واټنه د ټکنالوژۍ په وسیله روغتونونه نښلول کېږي او دغه شان یو منظم میکانیزم ورته جوړېږي.

دا په داسي حال کې ده چې په پایتخت کابل او ولایتونو کې د دولتي او خصوصي روغتونونو، لابرتوارونو او د درملنې د نورو بېلابېلو بې شمېره تشخیصیه مرکزونو له موجودیت سره سره، يو شمېر خلک خپل ناروغان نورو هېوادونو په ځانګړي ډول، پاکستان او هندوستان ته وړي چې درملنه یې درنه پرېوځي او له نورو بېلابېلو ستونزو سره هم مخ کېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG