د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۷

د لوګر اوسیدونکي د برښنا د مزو او پایو له زیانه په انديښنه کې دي

د لوګر اوسیدونکي وايي چې د یاد ولایت له مسیره پکتیا او خوست ته غځیدلې برښنا د تخنیکې نورمونو خلاف د کلیو، کورونو او کرنیزو ځمکو له پاسه تېره شوې او دوی له‎دې کبله د ګواښ سره مخامخ دي.

سیمه وال وايي، دوی د پروژې له پلي کېدو دمخه خپله انديښنه چارواکو او د شرکت مسوولینو سره شریکه کړې وه، خو هېچا ورته پام ونه‎کړ.

دوی زیاتوي، د پایو تر منځ واټن ډېر دی، د برښنا مزي چې ډېر قوي دي او د درېیو ولایتونو برښنا لېږدوي، ځوړند شوي او د برښنايي شارټیو د ګواښ تر څنګ د دوی روغتیا ته هم زیان اړولی شي.

سیمه وال دا هم وايي چې د برښنا د مزو په مسیر کې یو شمېر کورونه د شرکت په غوښتنه ړنګ شوي، خو شرکت يې تر اوسه د خسارې ټول تاوان نه‎دی ورکړی.

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي ګلالي ازادي راډیو ته وویل:

"خلکو له پیله د کورونو او کرنیزو ځمکو پر سر د برښنا د مزو له غځولو سره مخالفت وکړ، خو دوی د خلکو غوښتنو ته پام ونه‎کړ، په کوم ځای يې چې پايې نصب کړې، تر اوسه يې خلکو ته د ځمکې بیه هم نه ده ورکړې، د پایو تر منځ واټن ډېر دی، مزي راځوړند دي، نو اوس خلکو ته ګواښونه کوي چې کورونه مو ړنګ کړئ او ووځئ."

یو بل تن قومي مشر سیدفرهاد اکبري وايي چې غځېدلي مزي نهایت لس متره له ځمکې پورته دي. نوموړی پوښتنه کوي، داسې مزي چې په هغه کې د څو ولایتونو برښنا انتقالېږي، هغه باید د ځمکې لس متره پورته وي؟

ده له ولسمشره وغوښتل چې د دې پروژې پلي کوونکی شرکت او هغه کسان چې دا پروژه يې تأیید کړې ده، عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي.

د لوګر د ولایتي شورا چارواکي د برښنا د پایو او مزو په باب د خلکو ستونزې او انديښنې پر ځای بولي.

د ولایتي شورا رئيس حسیب الله ستانکزی وايي چې یاده پروژه د معیار سره سمه نه‎ده پلې شوې.

ده وویل، هغه پايې چې باید له ۳۵تر ۴۰ مترو پورې لوړوالی يې درلودې، ټیټې لږول شوي دي، د پایو تر منځ واټن ډېر دی او د ۳ پایو پر ځای ۲ لګول شوي، په ټوله کې دا پروژه چې له ارغندې تر پل علم غځيدلې ستونزې په کې ډېرې دي.

د لوګر د ولایتي شورا رئيس زیاتوي، د برښنا د شارټۍ لپاره هم شرکت د قرارداد سره سم تخنیکي اسانتیاوې نه دي رامنځته کړي.

دی وايي، هغه کورونه چې د ۵.۷۰ مترو په فاصله یا تردې لږ دپاسه ورباندې مزي غځېدلي او هغوی ته تهدید جدي وو، نو کورونه يې له منځه وړي، شرکت ورته پنځوس سلنه د خسارې پیسې ورکړي او د یاد شرکت له‎خوا ولایتي شورا سره د پاتو پیسو د ورکړې ژمنه هم شوې ده.

په لوګر کې د برښنا شرکت مسوولین هم د یاد ولایت په مسیر کې د برښنا پلي شوې پروژه له معیارونو سره برابره نه بولي.

د یاد شرکت رئيس انجینر نورالدین وايي، د دې پایو لوړوالی ۳۸ متره دی، خو باید د استوګنې په سیمو کې يې لوړوالی ۶۵ متره وای.

دی زیاتوي، د استوګنې په سیمو کې د پایو تر منځ واټن هم باید ۲۵۰ متره وای، خو اوس په ۴۱۶ مترو کې نصب شوي دي چې دا کار د تخنیکي نورمونو سره برابر نه‎دی.

دا چې دوی ولې د دې پروژې مخالفت نه کوي، وايي چې د ولایتونو د برښنا شرکتونه لويې پروژې نه تطبیقوي، کله چې پروژه بشپړه شي، نو وروسته دوی ته سپارل کېږي.

د ده په وینا چې د دې پروژې سروې او نظارت په خپله د اوبو او برښنا وزارت له‎خوا کېږي.

انجینر نورالدین ډاډ څرګند کړ چې په نېږدې وخت کې به خلکو ته د تثبیت شوې خسارې ټولې پیسې ورکړل شي.

ومو غوښتل د لوګر په مسیر د غځیدلې برښنا او پایو په اړه د خلکو د انديښنو په اړه د ځايي چارواکو نظر هم ولرو، خو هغوی د پرله‎پسې تماسونو سره-سره زموږ ټیلیفوني اړیکو ته ځواب رانه‎کړ.

یاده دې وي، لوګر د کابل او پکتیا په منځ کې پروت دی، د پکتیا مرکز ګردیز ته څو میاشتې مخکې برښنا ورکړل شوې او تمه ده چې د یو کال څخه په کمه موده کې به خوست ته هم وراداتي برښنا ورسېږي.

راپور: نجیب‎الله الوخېل

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG