په کابل کې د پاورلفټنګ يا وزن پورته کولو ټاکنیزې سیالۍ پېل شوې.
د افغانستان د بدني روزنې رياست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د کابل ښار د بېلابېلو ۱۲ کلبونو نه شاوخوا ۱۵۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.
دغه سیالۍ به د درېیو ورځو لپاره روانې وي چې په پای کې به ترې ۷۰ تنه د کابل د منتخبې لوبډلې د غړیتوب لپاره غوره شي.
دا د کابل پاورلفټنګ منتخبې لوبډلې د ټاکلو ۱۱ پړاوو سیالۍ دي.