د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

کندهار کې د شنو زراعتي خونو حاصلات ګاونډي هېوادونو ته هم صادرېږي


په کندهار ولایت کې شنو خونو چې په هر موسم کې کرنيز حاصلات ورکوي، ښه نتيجه ورکړې ده او اوس خلک کولاى شي چې هر وخت د هر ډول کرنیزو توکو ښه حاصلات تر لاسه کړي.

د کندهار د کرنې رئیس حفیظ الله سیدي وايي، د دې خونو شمېر ٣٠٠ ته رسېږي چې ٤٠ سلنه يې د خلکو اړتياوې پوره کړي دي او اوس دغه سبزيجات پاکستان ته هم صادرېږي.

د ښاغلي سیدي په وینا د شنو خونو د ډېروالي له امله له ګاونډي هېوادونو څخه د کرنیزو توکو د راتللو کچه ټيټه شوې ده.

دی وايي:

"په شنو خونو سره لږه ځمکه مصرفېږي او بل دا توکي پر داسې مهال بازار ته وړاندې کېږي چې ضرورت او تقاضا زیاته وي او زموږ بزګران په لږ خواري سره ډېره ګټه کوي."

د کندهار کروندګر د زراعت دغه عصري بڼه د پخواني دودېزې بڼې څخه اسانه او څو برابره ګټوره بولي.

اسدالله او وکېل احمد ازادي راډیو ته وویل، که په‎دې برخه کې له بزګرانو سره مرستې وشي، دغه کښت د کوکنارو ښه بديل کېداى شي.

شنې خونې چې المونيمي ستنې یا پايې لري، پر پلاستيک پوښلې وي او هوا کشونه هم لري.

په دغو خونو کې د سړې هوا په موسم کې بېلابېل سبزيجات کرل کېږي او د پلاستيکي نلونو له لارې اوبه ورکول کېږي.

د شنو خونو کښت که له يوې خوا د بزګرانو د عايد کچه لوړوي، له بلې خوا د دې لامل کېږي چې خلک په ژمي او ساړه موسم کې هم تازه سبزیجاتو ته لاسرسى ولري.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG