د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

ارزګان: د زورواکانو پرضد او د نشه يي توکو د له منځه وړلو عملیات بریالي دي


د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي، په‎دغه ولایت کې د زورواکانو او غېرې مسؤله وسله‎والو پر ضد عملیات تر دا مهال ډېر بریالي روان دي او زیات شمېر غېرې مسؤله او زورواکي یې د قانون منګلو ته سپارلي دي.

دا په‎داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې پولیسو تېره ورځ ناوخته یو زورواکی د عتیق الله په نوم د ۸ میله سپکو او درنو وسلو سره یوځای ونیو او د قانون منګلو ته يې وسپاره.

د دغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزي پرون شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه زورواکي د ارزګان-کندهار ترمنځ د لویې لارې پر سر د یوې امنیتي پوستې قوماندان دی چې له مقاومته پرته یې پوسته وسله‎والو طالبانو ته خوشې کړې او غوښتل چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته وتښتي چې د پولیسو له لوري ونیول شو.

ښاغلي احمدزي وویل:

"دغه زیات شمېر سپکې او درنې وسلې چې تاسو ګورئ موږ له یوه زورواکي نیولي، دغه زورواکی عتیق الله نومېږي چې په‎دغه ولایت کې د یوې امینتي پوستې قوماندان دی، له قانونه په سرغړونې مو نیولی دی."

ښاغلی احمدزی زیاتوي چې په دغه ولایت کې د زورواکانو او غېرې مسؤله وسله‎والو پر ضد به خپل عملیات روان وساتي او هېڅ‎چا ته به اجازه ورنه‎کړي چې له قانونه سرغړونه وکړي.

له‎دې سره د ترینکوټ ښار اوسیدونکې وايي، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت هم ښه شوی دی.

  • ارزګان کې د نشه يي توکو نیول

محمد معروف احمدزي دغه راز خبر ورکوي چې د زورواکانو ترڅنګ يې د نشه‎يي توکو د پېر او پلور د مرکزنو د له‎منځه وړلو په موخه هم عملیات پیل کړي دي.

نوموړی وايي چې د یادو عملیاتو پرمهال يې په ترینکوټ ښار کې زیات شمېر مرکزونه له منځه وړي او په تړاو یې ۱۰ تنه قاچاقبران او دغه راز په زیاته اندازه نشه‎يي توکي هم نیولي دي.

نیول شوي نشه يي توکي
نیول شوي نشه يي توکي

احمدزي وايي:

"موږ له تېرې ورځې راهیسې په ترینکوټ ښار کې د نشه‎يي توکو د پېر او پلور د مرکزونو د له‎منځه وړلو په موخه هم عملیات پیل کړي، تاسو چې کوم کسان وینئ دوی په ترینکوټ ښار کې هیروئین،چرس او تریاک پر هغه ځوانانو پلورل کوم چې نشه يي توکي يې څکول."

امنیتي مسؤلینو په‎دغه ولایت کې له هغه وروسته د نشه‎يي توکو د پېر او پلور پر مرکزونو عملیات پیل کړل، کله چې څه موده مخکې ازادي راډيو د تر لاسه شوېو معلوماتو پر اساس راپور پرې خپور کړی و.

بل‎خوا بیا د پولیسو له لوري د نشه‎يي توکو د پېر او پلور په تور د نیول شویو له ډلې یو شمېر کسانو پر ځان لګیدلي تورونه نه مني.

د دوی له ډلې شاولي او مېرزاخان ازادي راډيو ته داسې وویل:

"-ما سره نشه‎يي توکي نه‎دي نیول شوي، خو بیا هم پولیسو زه ونیولم، زه د دهراود ولسوالۍ اوسیدونکی یم او د طالبانو له ویرې ترینکوټ ښار ته راغلی یم.

-زه په هغه دوکان کې ناست وم، کوم کې چې چرس پلورل کېدل، خو زه پولیسو ونیولم، زما وظیفه ملکي ده او غوښتنه مې له دولته دا ده چې بېرته مې ازاد کړي."

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په ترینکوټ ښار کې د نشه يي توکو د پېر او پلور د له‎منځه وړلو په موخه عملیات ترسره کېږي.

راپور: شریف الله شرافت ــ ارزګان

د دې راپور غږېزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG