اسرائیلي ځواکونو رفح ښارګوټي ته نېږدې د اعتراضونو پر مهال پر فلسطينيانو ډزې کړي او ۳ فلسطینیان یې وژلي دي.
په دې پېښه کې لسګونه نور فلسطينيان ټپيان شوي هم دي.
يوه ١٧ کلن زلمي چې د اسرائيلي ځواکونو په ډزو ټپي شوى و، نن شنبه ساه ورکړه.
د غزې د روغتيا وزارت دا مسئله تأييد کړې ده.
دغه زلمى پرون جمعه د غزې په جنوب کې رفح ښارګوټي ته څېرمه د اعتراضونو پر مهال پر ټټر ټپي شوى و.
تر دې مخکې د غزې روغتيايي چارواکو د اسرائيلي ځواکونو په ډزو د دوو فلسطينيانو وژل کېدل او د لسګونو نورو ټپي کېدل تأييد کړي وو.
د غزې د روغتيا وزارت ويلي، يوه ١٤ کلن فلسطيني چې پر سر ټپي شوى و، پرون ساه ورکړه.
درېيم تن چې ساه يې ورکړې ده، د روغتيا وزارت په خبره چې د غازي ابو مصطفى په نوم ٤٣ کلن سړى و.
د غزې د روغتيا وزارت په دې پېښه کې تر ٨٠ د زياتو کسانو ټپي کېدل تأييد کړي دي.
د دې پېښې يوه عيني شاهد حسن نجار اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ويلي چې اسرائيلي سرتېرو پر هغو فلسطينيانو ډزې وکړې چې د پولې خوا ته يې مخه کړې وه.
د اسرائيل پوځ وايي، ځواکونو يې وروسته له هغې پر فلسطينيانو ډزې وکړې چې هغوى پر پوله جوړ شوي موانع تخريب کړل.
اسرائيل وايي، د خپل سرحد دفاع کوي.
اسرائيل بيا حماس ډله تورنوي چې له اعتراضونو څخه له سرحدي خنډونو د تېرېدو او پر اسرائيلي ملکيانو او پوځيانو د حملې لپاره ګټه اخلي.
حماس چې له ٢٠٠٧ میلادي کال راهيسې پر غزه کنټرول لري، د اسرائيل پرضد د اعترضونو رهبري کوي.
تېره اوونۍ يوه فلسطيني يو اسرائيلى سرتېرى په ډزو وواژه او بل سرتېرى د فلسطينيانو په ډزو ټپي شو.