د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

د سولې حرکت د ایران سفارت ته ترلیک سپارلو وروسته د انګلستان سفارت مخې ته پرلت وواه


د سولې ولسي حرکت غړو په کابل کې د ایران سفارت ته د يوه لیک په سپارلو سره د دغه هېواد له خلکو وغوښتل چې پرخپل حکومت فشار راوړي څو په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي.

د سولې ولسي حرکت په کابل کې د ایران سفارت مخې ته له درې ورځني پرلت وروسته د يوه لیک له لارې د دغه هېواد له خلکو وغوښتل چې پرخپل حکومت فشار راوړي څو په افغانستان کې له هر ډول مداخلو لاس واخلي.

د دغه ولسي حرکت ویاند بسم الله وطن دوست د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ایران د تروریستي ډلو ملاتړ کوي او په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي.

بسم الله وطندوست
بسم الله وطندوست

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې ولسي حرکت د ایران سفارت له لارې د دغه هېواد خلکو ته لیک لېږي، په لیک کې د ایران له خلکو غوښتل شوي چې پخپل حکومت فشار راوړي څو په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي او خپل حکومت پرېنږدې چې دلته مذهبي او قومې تفرقې ته لمن ووهي او يا هم دلته يو شمېر پوځي ډلو ته وسلې ورکړي."

د ښاغلي وطندوست په خبره، د ایران سفارت مخې ته نور د دوی پرلت پای مومي او نن یې د انګلستان سفارت مخې ته تر نامعلومې نېټې د پرلت خېمه وهلې.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د دغه حرکت مشر اقبال خیبر په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته په يو بې ساري اقدام کې د ده د لاس په وینو لړلی يو لیک په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاره.

په دغه لیک لیکل شوي و چې د پاکستان استخبارات، پوځ او حکومت له لاسه افغانان په وینو لړلي دي او زموږ يو لاس د بل لاس وینه تویوي.

د سولې ولسي حرکت غړو له دې وړاندې، په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر او د روسیې، امریکا او پاکستان سفارتونو مخو ته هم د پرلت خېمې وهلې وې.

د دغه حرکت غړي وايي، د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو له لارې د هغوى له ولسونو غواړي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لپاره پر خپلو حکومتونو فشار راولي.

د سولې لپاره له دې ولسي حرکت سره په پېښور کې د یو شمېر افغان کډوالو، د کونړ، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو ولسي حرکتونه هم په کابل کې یوځای شوي دي.

له دې وړاندې د سولې دغه ولسي حرکت يوه جرګګۍ هم جوړه کړې وه چې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ به منځګړيتوب کوي.

د سولې کاروان
د سولې کاروان

​په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه مشتاق رحیم وايي، دا شان ولسي او مدني حرکتونه د نړۍ ولسونو ته دا پيغام رسوي چې نو افغانان له جګړې ستړي دي او سوله غواړي:

"د افغانستان جګړه څو بعدي ده او يو اساسي بعد یې استخباراتي جګړه ده چې په هغه کې بېلا بېل هېوادونه په ځانګړې توګه ګاونډيان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او دا يو روښانه خبره ده او دا ډول ولسي حرکتونه د هېوادونو ولسونو ته روښانه پیغام لېږي نور افغانان له جګړې ستړي او نور د افغانستان په چارو کې لاسوهنه مه کوئ."

ښاغلی رحیم وايي،دا د ټولې نړۍ د ولسونو ګډ مسؤلیت دی چې د افغانستان په جګړه کې پر ښکېلو هېوادونو فشار راوړي څو په افغانستان کې له هر ډول مداخلو او د تروریستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG