د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۶

د پاکستان او تاجکستان د سولې ځوان سفیران د سولې له پیغام سره کابل ته راغلي

د پاکستان او تاجکستان د سولې ځوان سفیران د سولې له پیغام سره کابل ته راغلي.

د سولې غږ د هغه ځوانانو له حنجرو چې ځانونه د سولې سفیران بولي.

دوی چې له پاکستان او تاجکستان څخه کابل ته راغلي وايي، نه غواړي چې نور په افغانستان کې جګړه دوام وکړي.

د سولې سفیره شفیقه ګل له پاکستان څخه کابل ته راغلې او د سولې په اړه وايي:

"لکه څنګه چې په پاکستان کې حالات خراب دي په افغانستان کې هم ډېره موده کېږي چې وضعیت ښه نه دی نو که زموږ په تګ راتګ او د فرهنګي ارښتونو په تبادل سره سوله راتلای شي دا به د خوښۍ خبر وي."

دوی وايي، د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا سربېره هڅه کوي چې د سولې لپاره غږ پورته کړي.

د سولې دغه سفیران د میدیوتیک یا د افغانستان د ټولنیزو رسنیو د مرکز لخوا کابل ته رابلل شوي دي.

فرزانه عمر علي بله هغه د سولې ځوانه سفیر ده چې له تاجکستانه کابل ته راغلې ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې غواړي د کابل او دوشنبې ترمنځ سوله او ملګرتیا تل پاتې وي.

او افزود:

"د تاجکستان ځوانانو تل د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ د سولې او دوستي غوښتونکي دي، موږ غواړو چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي او تلپاتې وي."

د سولې افغان سفیرانو هم د پاکستاني او تاجکستاني سفیرانو ترڅنګ د سولې غږ پورته کړی دی.

له ډلې یې ښایسته وايي چې افغانان په سوله کې د ژوند کولو حق لري او په دغه هېواد کې د سولې ټینګښت د دوی هیله ده:

"کله چې له پاکستان او تاجکستان څخه ځوانان راځي باید خپلو خلکو ته دا ورسوي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هیلې شته او دوی کولای شي په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي او د سولې ښه خبرونه ورسوي."

د سولې سفیران وايي چې دوی به د سولې له پیغام سره دوشنبې او اسلام اباد ته هم سفرونه وکړي او د دغه هېوادونو له حکومتونو به وغواړي چې په افغاستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG