د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۳

د ساختماني شرکتونو ټولنه: که د کورنیو چارو وزارت مو پورونه رانه‌کړي ځان سوځوو

د افغانستان د ساختماني شرکتونو ټولنه وايي، له کورنیو چارو وزارت نه په خپلو پور غوښتلو ستړي او له ژوند نه زړه توري شوي دي.

دوی ګواښ کوي که حکومت د دوی پورونه ورنه‌کړي ځانونه به ژوندي وسوځوي.

د دې ټولنې غړو چې له تېرو څلورو ورځو راپه دېخوا يې د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو ریاست مخ ته د تحصن احتجاجي خیمه وهلې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۴» د کفنونو په اغوستلو سره په یوه پریکړه لیک کې حکومت ته دا ګواښ وکړ.

د ساختماني شرکتونو مسؤلین د تحصن پر مهال
د ساختماني شرکتونو مسؤلین د تحصن پر مهال

پریکړه لیک د یادې ټولنې د مرستیال سید جواد له‌خوا ولوستول شو چې په یوې برخه کې یې راغلي:

"که حکومت د یکشنبې تر ورځې چې د اسد د میاشتې اوومه کېږي زموږ غږ وانه‌ورېده موږ به د دارالامان سړک وتړو او په ډله‌ییز ډول به ځانونو ته اور واچوو."

د ساختماني شرکتونو ټولنې مسؤلین وايي چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د کورنیو چارو وزارت له دوی نه څه باندې ۷ میلیارده افغانۍ پوروړی دی او هېڅ‌څوک يې د ورکړې په غم کې نه‌دي.

د دغې ټولنې مشر داوود توتاخېل وايي، یادې پیسې د شااوخوا ۲۰۰ ساختماني شرکتونو پورې اړه لري چې له تېرو څلورو کالو راهیسې یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کورنیو چارو وزارت بېلابېلې اړوندې پروژې پلې کړې دي.

د ده په خبره، د دغو پیسو نه‌ورکړې، د دوی چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.

نوموړي ګواښ وکړ چې که حکومت‌يې غوښتنې ونه‌مني، نو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به دوی په لاریونونو لاس پورې کړي.

د دغې ټولنې یو شمېر غړو ادعا وکړه چې د تعمیراتو په ریاست کې د دوی د پیسو د ورکړې په بدل کې په وار وار ورنه د بډو غوښتنه شوې ده، خو دوی نه‌دي ورکړي.

له دې وړاندې هم د کورنیو چارو په وزارت کې د پراخ فساد د موجودیت راپورونه ورکړل شوي دي.

څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و چې په نوموړي وزارت کې پراخ فساد موجود دی او حکومت به په دې برخه کې جدي اصلاحات راولي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مني چې له ۱۳۹۱ لمریز کال نه راپه دېخوا په افغانستان کې بېلابېلو شرکتونو د یاد وزارت ۳۲۰ ساختماني پروژې عملي کړې دي.

خو د نوموړي وزارت ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغو پروژو پیسې ځکه پاتې شوې دي چې په یو شمېر پروژو او د ځینو شرکتونو په اسنادو کې ستونزې موجودې وې.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"له ۱۳۹۱ لمریز نه تر ۱۳۹۵ لمریز پورې ۳۲۰ پروژې په تعمیراتي او لوجستیک برخه کې عملي شوي، خو له بده مرغه چې پیسې يې نه‌دي ورکړل شوي، دلیل‌يې دا دی چې یو شمېر پروژې بشپړې شوي نه‌وې، د ځینو اسناد نیمګړي وو او د مرکز او ولایتونو نه چې کوم راپورونه رارسېدلي په یو شمېر پروژو کې ستونزې موجودې وې."

ښاغلي دانش وویل چې د کورنیو چارو وزارت څه موده وړاندې د دغې مسئلې د حل په هدف یو لوړپوړی پلاوی ټاکلی وو چې د یو شمير پروژو د اسنادو له څېړلو وروسته یادو شرکتونو ته درې میلیارده افغانۍ ورکړل شوې او نورې پیسې به هم ډېر ژر ورکړل شي.

خو د شرکتونو خاوندان وايي چې له دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت دوی د پلاوو د ټاکلو په درواغجنو ژمنو دوکه کړي دي او نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې.

راپور: اکرام‌الله اکرام

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG