د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، په جنسي اړیکو تورن د پوهنتون استاد شجاعالدین خراساني د ملي امنیت لهخوا په پوهنتون کې نه، بلکې له خپل کور نه نیول شوی دی.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، که په څېړنو کې د پوهنتون پر استاد شجاعالدین خراساني د جنسي تېري جرم ثابت شي دوی ورته د قانون له مخې د سختې سزا غوښتونکي دي.
د یاد وزارت ویاند محمد ضیا ساحل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۴» ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی له پوهنتون نه نه، بلکې له خپل کور نه د ملي امنیت لهخوا نیول شوی او پر ده د لګېدلو تورونو په اړه څېړنې هم تر اوسه نهدي بشپړې شوي.
د ښاغلي ساحل په خبره، پر یاد استاد له دې وړاندې هم له ثبوت پرته د جنسي ځورونې او له دندې د ناوړه استفادې ادعاوې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"موضوع داسې ده چې استاد خراساني تېره ورځ غرمه مهال د ملي امنیت لهخوا له خپل کور نه نیول شوی، یو ډول جنايي پېښه ده او خپله په دغه شخص پورې اړه لري. نیونه له پوهنتون نه نه، دباندې شوې، په دې اړه څېړنې روانې دي."
د راپورونو له مخې د برهانالدین رباني د ښوونې او روزنې د پوهنتون استاد، شجاعالدین خراساني په پوهنتون کې پر یوې محصلې د جبري جنسي تېري پر مهال نیول شوی دی، خو د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت په دې جزئیاتو دا خبر نهتأییدوي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم د نهښولو په شرط ازادي راډيو ته وویل، شجاعالدین خراساني له محصلینو څخه د جنسي ناوړه استفادې په تور نیول شوی دی.
د افغانستان ملي امنیت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي او دا چې تورن شجاعالدین خراساني هم په توقیف کې دی ورسره په خبرو کولو بریالي نهشوو.
په دې اړه د راپورونو په خپرېدو سره د خلکو لهخوا په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لهخوا تُند انتقادونه مطرح او د تورونو د اثبات په صورت کې نوموړي ته د قانون سره سم د سزا ورکونې غوښتنه وشوه.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د لوړو زدهکړو، پوهنې، دیني او فرهنګي چارو د کمېسیون غړي هم وايي چې دا موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي.
د دغه کمېسیون یوه غړي عبدالقادر قلاتوال ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت کشفي او جنايي بنسټونه باید د دا شان پېښو پر وړاندې ډېر حساس وي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې باید کشفي او جنايي بنسټونه او د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسؤلین په دې اړه جدي اقدام وکړي او هغه څوک چې دا شان جنایت او خیانت تر سره کوي باید د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي."
له دې سره د اروا پوهنې استاد حسن مخلص وايي چې دا ډول پېښې په ذهني لحاظ محصلین او کورنۍ ځپي، نو ځکهیې د ثابتېدو په صورت کې باید ترسره کوونکي ته علني سزا ورکړل شي.
ده ازادي راډيو ته وویل چې د یوه استاد د ناوړه اخلاقو او کړو وړو له امله باید په ټوله کې پر تحصیلي بنسټونو د بېباورۍ فضا رامنځته نهشي، بلکې خلک په ځانګړي ډول محصلینیې باید د اصلاح او سمون په هدف پر وړاندې ټینګ ودرېږي.
د یادونې ده چې مخکې تر دې په تولنیزو رسنیو کې د پوهنتون د یو شمېر نورو استادانو په اړه هم د ښځینه محصلینو د ځورونې په اړه انتقادونه خپاره شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې د پوهنتون پر یوې محصلې د پوهنتون د استاد لهخوا د جنسي تېرې په تور د ملي امنیت لهخوا د هغه د نیول کېدو خبره کېږي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ