د کاناډا د ښځو چارو وزیرې، مریم منصف پرون «چهارشنبه/د جولای ۲۵» په افغانستان کې د ښځو له یو شمېر استازو سره د افغانو ښځو پر ټولنیزو، حقوقي، سیاسي او اقتصادي ستونزو او پرمختګونو خبرې وکړې.
د دې وېډیو کنفرانس لپاره په کابل کې د کاناډا سفارت امکانات برابر کړي وو.
په کابل کې د کاناډا سفیر، فرانسوا ریسوف پهدې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې خبرو وسلهوالو طالبانو ته دا پیغام درلود:
"افغانستان د ۱۷ کلونو مخکې افغانستان نهدی، افغانو ښځو ښه پرمختګونه کړي دي او موږ نهغواړو چې هغوی په شا شي."
کاناډا په وروستیو کلونو کې د افغانستان له ښځو سره د روغتیا او تعلیم په برخه کې له همکارۍ سره زیاته لېوالتیا څرګنده کړې او همداراز د افغان ښځو د سیاسي فعالیتونو د پراختیا لپاره له هڅو یې ملاتړ کړی دی.
په کابل کې د کاناډا سفارت په وروستیو څو میاشتو کې د افغان ښځو له استازو سره غونډې تنظیم کړې او د هغو ښځو د ملاتړ لپارهیې هڅې زیاتې کړي چې غواړي د نجونو د تعلیم لپاره کار وکړي.
د کاناډا د ښځو چارو وزیره، مریم منصف د افغانستان له هغو مهاجرینو ده چې په ۹۰مه میلادي لسیزه کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پر مهال، د زرګونه نورو افغانانو په څېر له خپلې کورنۍ سره کاناډا ته تښتېدلي وو.
مریم منصف څو میاشتې مخکې، په کابل کې د ښځو یوه کنفرانس ته چې د افغانستان د ولسمشر د مېرمنې په ګډون ډېرو نورو ښځو برخه پهکې درلوده، په وېډیويي پیغام کې وویل چې په سیاسي چارو کې د افغان ښځو د فعالیت د زیاتېدو ملاتړ کوي.
د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ښځو یو شمېر استازو او د کاناډا د ښځو چارو د وزیرې ترمنځ د خبرو ډېر جزئیات نهدي څرګند شوي، خو په افغانستان کې د کاناډا د سفارت د خبرپاڼې په حواله، مریم منصف دا د افغان ښځو پر ستونزو او پرمختګونو د پوهېدو او د هغوی د نظرونو د اورېدو ښه موقع بللې ده.
هغې ویلي:
"زه باور لرم چې موږ په خپلو کې د همکارۍ لپاره زیات کار کولای شو، له همدې امله، ما په وېډیو کنفرانس کې چې په افغانستان کې یې د کاناډا د حضور څرګندونه کوله، ګډون وکړ."