د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

ولسمشر غني بادغیس ته ځي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني سبا پنجشنبه بادغیس ولایت ته سفر کوي.

د دغه ولایت د والي ویاند جمشید شهابي له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه موضوع تأیید کړه او ویې‎ویل چې ټاکل شوې ولسمشر غني د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ له یوه لوړپوړي ترکمنستاني چارواکي سره د ترکمنستان د وارداتي برښنا د سب اسټېشن د پرانیستلو لپاره دغه ولایت ته ولاړ شي.

ښاغلي شهابي د دغه ترکمنستاني چارواکي د هویت په اړه جزئیات ورنه‎کړل، خو زیاته‎یې کړه چې د دغو چارواکو د راتلو لپاره په دغه ولایت کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ښاغلي شهابي وویل چې ولسمشر به د دوو ورځو لپاره په دغه ولایت کې وي او د بادغیس له امنیتي چارواکو، علماوو او ځوانانو سره به وویني.

د ترکمنستان د وارداتي برښنا قرارداد اته کاله وړاندې د سانیر په نوم له یوه ایراني شرکت سره شوی و چې د خراب امنیتي وضعیت او د بودجې د نشتوالي له امله‎یې کار وځنډېد.

اوس د دغه سب اسټېشن په پرانیستلو سره به د بادغیس مرکز قلعه نو او د یاد ولایت د یو شمېر ولسوالیو ګڼ شمېر اوسېدونکي له برښنا برخهمند شي.

نور جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG