د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

بېلابېلو برخو کې امنیتي ګواښونه او د ولسي جرګې د یو شمېر غړو اندېښنې!


کابل کې د تېرې یکشنبې د ورځې چاودنه
کابل کې د تېرې یکشنبې د ورځې چاودنه

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نا امنیو له زیاتېدو اندېښمن دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي ګواښونه زیات شوي او که حکومت په‎دې اړه جدي پاملرنه ونه‎کړي، د وسله‎والو مخالفينو حملې به نورې هم پراخې شي.

د دې کمېسیون غړي صالح محمد صالح د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۲» ازادي راډيو ته وویل چې حکومت باید د سولې د خبرو تر څنګ د افغان خاورې دفاع ته هم جدي پام واړوي او دښمن ته اجازه ورنه‎کړي چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي.

صالح محمد صالح
صالح محمد صالح

نوموړی وايي:

"په ټول افغانستان کې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي، داسې ښار نه‌شته چې د ناامنۍ یوه پېښه په‎کې ونه‎شي، تاسې د کابل د تېرې ورځې انتحاري حمله وګورئ، د جلال‎اباد امنیت ورځ په ورځ خرابېږي، په ټوله کې موږ نه‎شو ویلی چې په کوم ولایت کې امنیت ښه دی او په کوم کې ښه نه‎دی، خو طالبان چې وغواړي په هر ښار کې عملیات کولای شي او ولس له ستونزې سره مخ کولای شي، نو موږ دې نتیجې ته رسېږو چې په ټوله کې د افغانستان امنیتي حالت ښه نه‎دی او باید حکومت ورته جدي پام واوړوي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ناامنیو پېښو زور اخیستی.

ننګرهار، فاریاب، غزني، کندز، بدخشان، سرپل، زابل، فراه او د مرکز کابل په ګډون یو شمېر نور هغه ولایتونه یادېږي چې د ناامنۍ پېښې په‎کې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي افغانستان کې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي.

د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې غړو هم په هېواد کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ وبللې او مرکزي حکومت‌يې تورن کړ چې د وسله‎والو مخالفینو په ځپلو کې پاتې راغلی دی.

د مشرانو جرګې غړو غوښتنه کړې چې حکومت باید د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي ګواښونه مني، خو وايي چې په ۱۰ بېلابېلو ولایتونو کې د وسله‎والو مخالفینو پر ضد ۱۱ تهاجمي عملیات روان دي.

جنرال محمد رادمنش
جنرال محمد رادمنش

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"همدا اوس د افغانستان په ۱۰ ولایتونو، ننګرهار، کاپیسا، فاریاب، کندز، هلمند، غزني، پکتیا، زابل، ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې ۱۱ تهاجمي عملیاتونه په بریالیتوب سره روان دي او موږ هڅه کوو چې په هره سیمه کې وسله‎والو مخالفینو ته ماتې ورکړو او خپلو خلکو ته سوله‎ییز ژوند برابر کړو."

د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا د ولسي جرګې د غړو اندېښنې پر ځای ګڼي، خو وايي چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه‌همغږي او کمزوری مدیریت لامل ګڼي چې ورځ تر بلې امنیتي ستونزې ډېرېږي.

له ډلې یې محمد انور سلطاني ازادي راډيو ته په ټینګار سره وویل چې د امنیتي ارګانونو ترمنځ باید همغږي زیاته او دغه‌شان افغان پوځیان دې، په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG