د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۳

ستانکزی: کابل ښار کې لګېدلو راکټونو د یوه کور ۳ غړي ټپیان کړي

د کابل ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.

د کابل ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.

د کابل د افشارو په سیمه کې نن درې راکټونه لګېدلي دي.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د راکټونو د لګېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي:

"له غرمې وروسته شااوخوا یوه بجه درې راکټه له نامعلوم لوري د افشارو په سیمه کې په یوه هستوګن کور لګېدلي چې د ابتدايي راپورونو پر اساس د یوې کورنۍ درې غړي يې برسېرن ژوبل کړي."

د ښاغلي ستانکزي په خبره معلومه نه‌ده چې دا راکټونه له کوم لوري توغول شوي، خو تحقیقات روان دي.

په کابل کې دا راکټي برید وروسته له هغه وشو چې وړمه ورځ د هوايي ډګر مخته په یوه ځانمرګي برید کې د وروستیو شمېرو له مخې ۲۳ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په پنځمه حوزه کې پر یوه کور د پرله‌پسې دوو راکټونو د لګېدلو په پېښه کې د دې کور درې غړي ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سې شنبه ماسپښین یوه بجه د افشار سیلو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا دا راکټ له یوه نامعلوم ځایه توغول شوی و چې په اړه‌یې څېړنې پیل شوې دي.

د دې پېښې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبه کابل ښار د یوې خونړۍ حملې شاهد و چې د کورنیو چارو وزارت په وینا په پېښه کې ۲۳ تنه وژل شوي وو او ۶۰ تنه نور ټپیان وو او مسؤلیت هم داعش ډلې منلی و.

د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې پر یوه کور راکټ لګېدلی چې له امله‌یې د نوموړي کور ۳ غړي ټپیان کړي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سې شنبه ماسپښین یوه بجه د افشار سیلو په سیمه کې رامنځته شوې.

XS
SM
MD
LG