د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

د ملي امنیت شورا: په ابوظبي کې جوړېدونکې ناسته له افغان سولې سره مرسته کوي


د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، په عربي متحده اماراتو کې جوړېدونکې څلور اړخیزه ناسته د افغان سولې له هڅو سره ډېره مرسته کولای شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د ابوظبي له ناستې په افغانستان کې د سولې د ټیګېدو په برخه کې هیلې شته او تمه ده چې پایلې به‌یې مثبتې وي.

د دغې شورا د دفتر ویاند قادر شاه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې سعودي عربستان، د امریکا متحده ایالات او عربي متحده امارت چې د ملي امنیت سلاکاران‌یې د ابوظبي په ناسته کې ګډون کوي، د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولای شي.

د ښاغلي قادر شاه په خبره، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د لوړپوړي افغان پلاوي په مشرۍ وار له مخه په دغه ناسته کې د ګډون په هدف، د اماراتو پلازمېنې ابوظبي ته رسېدلی دی.

قادر شاه
قادر شاه

دی وایي:

"دا ناسته به د افغانستان د سولې له پروسې د ملاتړ او د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع تر څنګ چې له وړاندې رامنځته شوې او یا هم د رامنځته کېدو په حال کې ده، بل ګام وي چې ډېر واضح پرمختګونه به رامنځته کړي او په دغه ناسته کې د کوم پلان د عمل په اړه چې بحث کېږي، هغه د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې، د سیمه‌ییزې همکارۍ او د سولې د پروسې په بشپړولو کې ګټور تمامېدلای شي."

د ابوظبي څلور اړخیزه ناسته به نن سې شنبه د یوې ورځې لپاره جوړه شي.

ورته ناسته د تېر میلادي کال د مارچ په میاشت کې د امریکا په متحده ایالاتو کې هم جوړه شوې وه.

روانه اوونۍ د افغانستان د سولې عالي شورا هم د یادې ناستې په اړه خوشبیني ښودلې وه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، تمه ده چې د ابوظبي په ناسته کې به د افغانستان، سعودي، امریکا او عربي متحده اماراتو ترمنځ د عمل پلان هم بشپړ شي.

د یاد پلان له مخې، هغه ژمنې چې د افغان سولې او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د څلورو هېوادونو ترمنځ کېږي، باید عملي او تعقیب شي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو زیات د امریکا متحده ایالات او سعودي عربستان د افغان سولې له بهیر سره مرسته کولای شي او له دوی سره تفاهم ته رسېدل مهم دي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه خالد سادات‌یې په اړه وایي:

"زما په اند په اماراتو کې د سعودي عربستان، افغانستان، امریکا او د اماراتو څلور اړخیزه ناسته د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري، هغه په دې معنی چې دغه درې هېوادونه کولای شي چې د افغانستان پر ګاونډي هېواد چې په قضایو کې ښکېل دی، فشار راوړي."

د ښاغلي سادات په خبره امریکا، سعودي عربستان او امارات کولای شي چې پر پاکستان د فشار تر څنګ طالبانو ته هم د سولې د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي، خو له دې ټولو سره سره به دغه پروسه پېچلې او زمانګيره وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG