- فارن ابزرور
د پاکستان چاپ فارن ابزرور ورځپانې کابل ته د دې هېواد د یوه لور تبه پلاوي د سفر او له افغان چارواکو سره د سولې او پیوستون په هدف د عمل د ګډ پلان د لومړۍ غونډې په اړه مطلب خپور کړی دی.
فارن ابزرور لیکلي دي:
د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ ۲۸ کسیزه پاکستانی پلاوی د یکشنبې په ورځ کابل ته ورسېده چې دغلته به له افغان چارواکو سره د سولې او پیوستون د عمل د ګډ پلان لومړنۍ غونډه وکړي.
دې پاکستانۍ ورځپاڼې کابل ته په رسېدو د مېرمن جنجوعه څرګندونې نقل کړي دي چې ویلي يې دي په داسې حال کې چې په پاکستان کې دوه ورځې وروسته عام انتخابات دي، افغانستان ته زموږ راتګ د عمل د ګډ پلان په اړه زموږ ژمنتیا ښيي.
ورځپاڼه لیکي:
څو ورځې وړاندې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل په ډاګه کړې وه چې امریکا له پاکستان سره له نږدې کار کوي، څو اسلاماباد د افغانستان د سولې او روغې جوړې په مسئله کې خپل اغېزمن رول ولوبوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل ګډ پلان دوه اړخیز کاري مېکانیزم دی چې د دواړو لورو لهخوا د حکومتي ټیمونو په ګمارلو سره د کابل او اسلاماباد ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د زیاتولو په هدف جوړ شوی دی.
- اسپین ټایمز
د امریکا چاپ اسپین ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې عنوانيې دی «امریکا به د یوې اوږدې مودې لپاره به افغانستان کې وي».
اسپین ټایمز د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د استخباراتو د کمېټې د غړي اډم شیف څرګندونې نقل کړي دي چې ویلي يې دي:
په افغانستان او عراق کې به د امریکا حضور لسګونه کلونه دوام وکړي، ځکه په دې هېوادونو کې لا هم بېثباتي او د ترورېزم ګواښونه موجود دي.
اسپین ټایمز ورځپاڼه زیاتوي:
په افغانستان او عراق کې د ډموکراسۍ د ټینګښت لپاره مشورې او ملاتړ کلونه وخت ته اړتیا لري په خانګړي ډول په داسې وخت کې چې ترورېزم او دولتي فساد پراخ وي.
د ادم شیف په وینا په افغانستان کې د یوه داسې حکومت او امنیتي ځواک جوړول چې افغانان ورته لېواله او قربانۍ ورکولو ته چمتو وي یو ازمون دی.
د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې غړي ادم شیف اسپین ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي:
دی فکر کوي چې امریکا ته لوی ګواښ له همدغې سیمې متوجې دی او په همدې دلیل به امریکايي ځواکونه تر راتلونکو ۱۰ کلونو او ښايي تر دې هم د زیاتې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې وي.