د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د انتخاباتو د کمېسیون د دارلانشاء د نوي رئیس ټاکنې ته د څارونکو اندېښنه!


د انتخاباتو ځیني څارونکي وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء نوی رئیس انتخاباتي تجربه نه لري او ګوندي سابقه یې هم کولای شي چې د انتخاباتو د پروسې شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د رئیس ټاکل کېدو د دغه پُست د رئیس د ځنډېدو په اړه ټول انتقادونه ختم کړل، خو د ده د انتخاباتي تجربي نشتوالي او ګوندي سابقې یې ځیني انتخاباتي څارونکي اندېښنمن کړي دي.

دغه څارونکي ټینګار کوي چې د انتخاباتي نیمګړتیا د لېرې کولو او د چارو د پرمختګ لپاره د دارالانشاء د رئیس ټاکل یو مثبت عمل دی، خو د دغه رئیس په ټاکلو کې قانون مات شوی دی.

د ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئيس محمد نعیم ایوب زاده ټینګار کوي چې د انتخاباتو دخپلواک کمېسیون دارالانشاء باید، د انتخاباتو د پروسې د خپلواکۍ درناوی وکړي او خپلې چارې په بې طرفۍ سره پرمخ یوسي.

محمد نعیم ایوب زاده
محمد نعیم ایوب زاده

دی وایي:

"د دارالانشاء د رئیس د ټاکلو پروسې یو لړ اندېښې پیدا کړي، ځکه چې قانون په کې مات شوی، یعنې د قانون د مادې زماني قید په کې په پام کې نه دی نیول شوی، اندېښنه داده چې که د تصمیم نیونې چارې له قانون سره سمې پلې شوې نه وي، شفافیت په کې امکان نه لري، کوم کس چې نوی ټاکل شوی، تحصیل، تجربې او بې پریتوب ېې اندېښنې پیدا کړي دي او چې په انتخاباتي چارو کې تجربه نه لري، دا هم یوه لویه اندېښنه ده."

د دندو ځانګړي کول، د باور پیدا کول، د عملیاتي پلانونو جوړول او د انتخاباتو په پروسه کې د څارونکو بنسټونو شاملول هغه وړاندیزونه دي چې د انتخاباتو د څار بنسټونه یې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دارالانشاء ته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په صادرولو سره، احمدشاه زمانزی د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د رئيس په توګه وګماره.

د ولسمشر له خوا د تېر لمریز کال د میزان په میاشت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء د رئیس امام محمد وریماچ له ګوښه کېدو وروسته، شااوخوا نهه میاشتې دغه ریاست د سرپرست له خوا اداره کېده او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به تل ویل چې د دارالانشاء د رئیس نشتوالي د یاد کمېسیون چارې ټکنۍ کړي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د انتخاباتو د ځینو څارونکو بنسټونو د انتقادونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"احمد شاه زمانزی یو پوه او ښه مدیر دی او خپل مسؤلیتونه یې په ښه توګه پرمخ بیولي دي، د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې هېڅ څوک خپلې شخصي عقدې باید ونه وپالي، ځکه دا یو ملي بنسټ دی."

په ورته وخت کې د انتخاباتو د مدیریت کولو لپاره د ځینو کړیو هڅې بله اندېښنه ده چې د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه یې مطرح کوي.

د انتخاباتو د یوه څارونکي بنسټ رئیس حبیب الرحمن ننګ وايي، تر انتخاباتو پورې په راتلونکو درېیو میاشتو کې ډېری کارونه په مخ کې دي چې باید ښه مدیریت شي.

دی ټینګار کوي چې که د دغې پروسې د شفافیت او خپلواکۍ لپاره له بې طرفۍ کار وانه خیستل شي او د خلکو غوښتنې پوره نه شي، انتخابات به له نه جبران کېدونکو ستونزو سره مخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG