د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د جبري مشقت د لېست په سر کې د افغانستان راتګ ته د بشر حقونو د کمېسیون اندېښنه


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جبري مشقت د لېست په سر کې د افغانستان راتلل د اندېښنې وړ بولي.

د ځینو نړیوالو بنسټونو له لوري د جبري مشقت د لېست په سر کې د افغانستان د راتګ په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه راپور نه تأیید او نه هم ردوي، خو د غلامۍ د کچې په اړه اندېښنه ښيي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د یکشنبې په ورځ ازادیو راډیو ته وویل چې د ماشومانو د شاقه کارونو زیاتېدل، د غیرې مسؤلو کسانو موجودیت او د قانون د حاکمیت کمزورتیا د دې لامل شوې چې په دغه هېواد کې د جبري مشقت کچه زیاته شي.

بلال صدیقي
بلال صدیقي

دی وایي:

"کله چې یو کس د جسمي او کاري استثمار لاندې واقع کېږي، دا د مدرنې غلامۍ یو بڼه ده، موږ اندېښنه لرو چې افغانان د کډوالۍ پرمهال قاچاق کېږي او د ماشومانو لپاره بد کاری وضعیت ټکان ورکوونکی دی، هیله لرم چې د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې اقدامات وشي."

د کار د نړیوال سازمان، د کډوالۍ او د واک فري نړیوالو بنسټونو له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په نړۍ کې ۲۹،۹ میلیونه کسان له جبري مشقت سره مخ دي چې ډېری یې په اسیايي هېوادونو کې دي.

د دغه راپور له مخې، افغانستان او پاکستان په اسیا کې هغه هېوادونه بلل کېږي چې د جبري مشقت کچه پکې زیاته ده.

د راپور له مخې، افغانستان کې له شمالي کوریا وروسته، د جبري مشقت په لېست کې دوهم ځای لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په اسیايي او اوقیانوسي هېوادونو کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو شپږ سوه هغه یې له جبري مشقت څخه رنځ وړي.

جبري مشقت هغه جسمي استثمار او یا هم کار ته ویل کېږي چې انسان خپل اختیار ونه لري او د دغه عمل ډېری قربانیان په جنګ ځپلو هېوادونو کې دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د ښځو او بشري حقونو کمېسیون وايي چې حکومت د فقر د له منځه وړلو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې چې ټول جبري مشقت پورې اړه لري، په مهارولو کې ناتوان دی.

د دغه کمېسیون مرستیاله مسعوده کروخي وایي:

"په لېرو پرتو سیمو کې له بې وزله خلکو د مجبورۍ له مخې د مالدارانو په کورنو کې د غلامونو په توګه استفاده کېږي او ټوله ورځ په سل افغانۍ کار کوي او خپل اختیار هم نه لري، له بده مرغه حکومت د خلکو له حاله نه دی خبر، د فقر د کمښت او د اشتغال د رامنځته کېدو په برخه کې یې هېڅ کار نه دی کړی."

وموغوښتل چې د ماشومانو د شاقه کارونو په اړه د کار او ټولنیز چارو وزارت نظر هم ولرو، خو د دغه وزارت ویاند روح الله عشرت احمدزي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په همدې حال کې د اغلې کروخي په خبره، د قانون د حاکمیت ضعف، د غیر مسؤلو وسله والو ډلو موجودیت او د دغو قضایاو له عاملینو سره د جدي چلند نه کول، په هېواد کې د جبري مشقت اصلي لاملونه دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG