د پکتیا والي د دغه ولایت امنیتي ځواکونو ته هدایت وکړ چې نور د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې له ترحمه کار وانخلي او کله چې یو سرتېری وژل کېږي، غچ یې یو په دوه واخلي.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د چنګاښ په ۳۰ مه وویل چې د دولت وسله وال مخالفین یې د ولایت په کچه تر وروستي حده سولې ته رابللي، خو هغوی جګړې ته دوام ورکړی.
ښاغلي کټوازي زیاته کړه:
"هغه څوک چې جنګ کوي، موږ د سولې لپاره تر اخري بریده مخ ته ورسره تللي یوو، اخري غېږه مو ورته خلاصه کړې ده، بیاهم که څوک جنګ کوي، نو هغوی بیا مستقیماً له منځه یوسئ، دا زما د والي په توګه درته هدایت دی چې د خپل هر سرباز غچ ډبل واخلئ."
د پکتیاوالي د امنیتي ځواکونو قوماندانانو او سرتېرو ته د دغه ولایت لپاره د نوي امنیه قوماندان د معرفت په غونډه کې وویل چې له دې وروسته به یې هغه شکایت ونه مني چې ګواکې په جګړه کې یې وسله وال جنګیالي له وسلې سره نیولي وو، خو څارنوالۍ او قضا خوشې کړي دي او په خبره یې چې په هماغه ځای کې یې ور وژنئ.
کابو دوه کاله وړاندې ورته امر د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق هم خپلو ځواکونو ته ورکړ چې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د بشري حقونو د ملاتړ یوشمېر بنسټونو له خوا له غبرګون سره مخ شوی و.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د پکتیا لپاره د نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان ته هدایت وکړ چې د پکتیا د ولسوالیو د امنیې قوماندانانو په ټاکلو کې، د ولایتي شورا او پارلمان د وکیلانو او د قومي مشرانو غوښتنې ونه مني او د ولسوالیو لپاره هغه وړ کسان د امنیې قوماندانو په توګه وګماري چې تر نورو یې جګړه ییزه تجربه زیاته وي.
نوموړي نوي امنیه قوماندان ته په خطاب کې وویل:
"د ولسوالیو د قوماندانانو په مقررولو کې د ولایتي شورا وکیل صاحبان ناست دي، قومي مشران ناست دي، ولسي جرګه وال نسته، خو هغوی ته به هم خبر ور ورسېږي چې په مطلق ډول به د دغو واسطه نه منې، پکې ګوره ګوره چې قوماندان د جنګ و او باموراله شخص و، هغه ورلېږه."
مل پاسوال راز محمد مندوزی چې دوه ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت له لوري د پکتیا د امنیې قوماندان په توګه ګمارل شوی و، ولایتي ادارې او د ولسونو استازو ته چې په غونډه کې یې ګډون درلود، ډاډ ورکړ چې د دوی سپارښتنې به په عمل کې پلې کوي.
راپور: اصیل ځاځی