د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

ایران : که د تېلو صادرات بند شي، تهران به له فارس خلیجه د تېلو د انتقال ودروي


د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنيي له فارس خلیج څخه د تیلو د انتقال د احتمالي مخنیوي په اړه د ولسمشر حسن روحاني له خبرداري ملاتړ څرګند کړی دی.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د ایران د ولسمشر له دې څرګندونو ملاتړ کړی چې ویلي دي که د هیواد د تیلو صادرات يې بند شي نو تهران به له فارس خلیج څخه د تیلو د انتقال مخه ونیسي.

د خامنه ای انترنتي پاڼې پرون وویل چې له فارس خلیج څخه د تیلو د انتقال د مخنیوي په اړه د ولسمشر حسن روحاني خبرداری مهم دی او دا څرګندونې د ایران د نظام سیاست او تګلاره څرګندوي.

ولسمشر حسن روحاني د روانې جولاي میاشت په لومړیو کې ویلي وو چې که متحده ایالات د ایران د تیلو د صاداراتو مخته خنډونه پورته کړي او پر ایران بندیزونه ولګوي نو تهران به پرینږدي چې په خلیج کې له هرمز تنګي څخه تیل انتقال شي.

هرمز تنګی له خلیج څخه ارام سمندر ته د تیلو د کشتیو او ټانکرونو د تیریدو مهمه او ستراتیژیکه لار ده.

هرمز تنګی له خلیج څخه ارام سمندر ته د تیلو د کشتیو او ټانکرونو د تیریدو مهمه او ستراتیژیکه لار ده.
هرمز تنګی له خلیج څخه ارام سمندر ته د تیلو د کشتیو او ټانکرونو د تیریدو مهمه او ستراتیژیکه لار ده.

له هرمز تنګي څخه په ورځني ډول د نړی د تیلو شل په سلو کې برخه د کشتیو پواسطه انتقالیږي .

که ایران هرمز تنګی وتړي نو نړی ته به د عراق ،سعودي عربستان،قطر،بحرین او متحده عربي اماراتو د تیلو انتقال بند شي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د شنبې په ورځ د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره په کتنه کې وویل دا به خطا وي که له امریکا سره د اټومي موافقې په اړه چې واشنګټن ترې په تیره می میاشت کې ووت ، خبرې وشي.

ایت الله علي خامنه ای ویلي دي چې پر امریکا اعتماد نشي کیدی.

دا په داسې حال کې ده چې ایران تیره اونۍ اعلان وکړ چې د یوې داسې اټومي بټۍ د جوړولو کار يې په خلاصیدو دی چی د یورانیمو د غني کولو لپاره د زیاتو سنترفیزونو د لرولو ظرفیت لري.

XS
SM
MD
LG