د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۰

د حیرتان بندر د بندېدو له امله په شمال زون کې د توکو بیې لوړې شوي

د هېواد په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مسؤلان وايي چې د حیرتان تجارتي بندر د لارې د بندېدلو له امله په ګن شمېر شمالي ولایتونو کې د خوارکي توکو بیې لوړې شوې دي.

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مشر ارش یونسي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له څلورو ورځو راپه دېخوا د جنبش ګوند د پلویانو له خوا په بلخ ولایت کې د حیرتان تجارتي بندر لاره د منځنۍ آسیا څه د وارداتي توکو پر مخ بنده شوې ده.

ارش یونسي وايي چې د حیرتان تجارتي بندر د لارې بندېدو په بلخ او شااوخوا ولایتونو کې یې د سونګ توکو او خوراکي توکو په بیو باندې منفي اغېز ګړی او قیمتونه یې لس سلنه لوړ شوي دي.

یونسي همداراز زیاته کړه چې د لارې بندېدو او ورسره په بلخ ولایت کې د هوا ګرمېدو له منځنۍ اسیا څخه د افغان سوداګرو وارد کړل شوي خوارکي توکي په ګاډو کې ژوبل کړي او د تجارتي توکو سلګونه بار موتړ لا هم په حیرتان بندر کې بند دي.

د شمال زون د سوداګرۍ خونې مشر ارش یونسي یې په اړه وايي:

"د حیرتان بندر د لارې بندېدو هم سوداګرو ته زیان رسولی او هم یې په ولایتونو کې د ورداتي توکو بیې لوړې کړي دي، هغه خوارکي توکي چې وارد شوي، په حیرتان بندر کې بند پاتې دي او د هوا د ګرمېدو له امله ژوبل شوي دي، حکومت هم یادې ستونزې ته رسېدنه نه ده کړې."

په همدې حال کې د مزار شریف اوسېدونکي هم شکایت کوي چې د جنرال دوستم د پلویانو له خوا د حیرتان بندر د لارې مسدود کېدو دې ولایت کې اقتصادي ستونزې زیاتې کړي دي،

دوی وايي چې د سونګ توکو خاصتاً مایع ګازو او د پطرولو بیې نسبتاً پخوا ته زیاتې شوي او یادې مسئلې د خوراکي توکو پر نرخ هم منفي تاثیر کړی دی.

د مزارشریف دوه تنه اوسېدونکي یې په اړه وايي:

"سهراب ایماق یم، د مزارشریف اوسېدونکی، د حیرتان بندر د لارې د بندېدو په دلیل د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي، یو کیلو ګاز چې پخوا ۵۰ افغانۍ و، اوس په ۷۰ افغانیو پلورل کېږي، دولت د یاد وضعیت د کنټرول مسؤل دی."

"زما نوم صمیم حسیني دی، د مزارشریف د نوبهار اوسېدونکی یم، اندېښمن یوو، که د حیرتان بندر لاره ژر خلاصه نشي، د خوراکي توکو او نفتي موادو بیې په لا نورې هم لوړې شي، یادې مسئلې موږ اندېښمن کړي یوو."

هاخوا بیا د جنرال دوستم پلویان او د جنبش حزب غړي وايي چې تر هغه به د حیرتان د بندر لاره بنده وساتي، ترڅو چې د حکومت له لوري د متعرضانو غوښتنې نه وي منل شوي.

په بلخ کې د جنبش ګوند مسئول شمس الدین سادات ازادي راډیو ته وویل، تر کله چې جنرال عبدالرشید دوستم هېواد ته راستون نشي او د حکومت له لوري نظام الدین قیصاري ازاد نشي، دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام وکړي او نه یوازې د حیرتان ښارګوټي لاره بنده ساتي، بلکې نورو دولتي ادارو ته به هم د فعالیت اجازه ورنه کړي.

ښاغلي سادات یې په اړه وویل:

"مونږ د حیرتان لاره تر هغه نه پرانیزو چې جنرال دوستم افغانستان ته نه وي راغلی او امر یې نه وي صادر کړی، همدارنګه غواړو چې نظام الدین قیصاري له بند څخه ازاد شي او هغو کسانو چې د قیصاري ساتونکي یې وژلي او یا یې ټپیانو ته توهین کړی و، مجازات شي."

له دې سره سره په بلخ د ځايي حکومت چارواکي وايي چې هڅه کوي چې د ولایتي شورا په منځګړيتوب د حیرتان تجارتي بندر لاره د سوداګریزو کاروانونو پر مخ خلاصه کړي.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د ولایتي شورا په رهبرۍ کې د دولتي ادارو او په شورا کې د خلکو استازو په ګډون، یو کمېسیون جوړ شوی چې یادې مسئلې ته د رسیدنې په برخه کې مسؤلیت لري.

منیر فرهاد زیاته کړه:

"د دولتي ادارو په ګډون د ولایتي شورا په رهبرۍ یو کمېسیون جوړ شوی دی او یادې موضوع ته د رسیده ګۍ مسؤلیت ور په غاړه دی، جوړ شوی کمېسیون هڅه کوي چې رامنځته شوې ستونزه د خبرو له لارې ژر حل کړي."

د ویلو ده، چې نه یوازې په بلخ کې، بلکې په نورو شمالي ولایتونو کې هم د جنبش ګوند پلویانو د مرکزي حکومت له لوري د خپلو غوښتونو د پوره کېدو په خاطر د دولتي ادارو په فعالیت بندیز لګولی او په شمال لوېدیځ کې یې هم د اقینه بندر د وارداتي توکو پر مخ تړلی دی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG