د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

روانه اوونۍ د افغانستان، سعودي، امریکا او متحده اماراتو ۴ اړخیزه ناسته کېږي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، روانه اوونۍ به د افغان سولې په اړه د افغانستان، سعودي عربستان، امریکا او عربي متحده اماراتو ترمنځ څلور اړخیزه ناسته وشي.

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د خبرو د هڅو په دوام، د سولې عالي شورا وايي چې په نېږدې راتلونکې کې به افغانان د مهمو غونډو شاهدان وي.

د سولې عالي شورا او د علماوو شورا مسؤلینو د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې روانه اوونۍ به د افغان سولې په اړه مهمه څلور اړخیزه او دغه شان د پاکستاني او افغاني علماوو ناسته جوړه شي.

د سولې د عالی شورا د دارلانشا مشر اکرم خپلواک وايي، څلور اړخیزه ناسته به د سعودي عربستان، افغانستان، امریکا او عربي متحده اماراتو ترمنځ ترسره شي.

اکرم خپلواک
اکرم خپلواک

دی زیاتوي:

"ان شالله په همدې اوونۍ کې د افغانستان، سعودي عربستان، امریکا او عربي متحده اماراتو ترمنځ څلور اړخیزه ناسته ترسره کېږي، ځیني نور پرورګرامونه هم لرو چې ترڅو د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو په برخه کې ټولې بهانې ختمې شي او دوی خبرو ته حاضر شي."

اکرام خپلواک د څلور اړخیزې ناستې په اړه د زیاتو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو یوې دولتي سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د محرمیت له کبله یې نوم یاد شي، ازادي راډیو ته وویل چې یاده څلور اړخیزه ناسته به په کابل او یاهم ریاض کې جوړه شي.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې په نېږدې راتلونکې کې د عالمانو شورا یو پلاوی قطر ته سفر وکړي او هلته به له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر وايي چې افغان حکومت به له ټولو امکاناتو په استفادې هڅه وکړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا ان بي سي خبري شبکې د طالبانو او امریکايي ډپیلوماتو ترمنځ د خبرو په اړه هم راپور ورکړی دی.

یادې سرچینې د ځینو طالبانو له قوله ویلي چې دواړو خواوو په افغانستان، پاکستان او قطر کې له یو بل سره کتلي دي.

هڅه مو وکړه چې د افغان سولې د ورستیو پرمختګونو په اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو هغوی ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې ویلي چې له خپل سیاسي دفتره د معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته به په دې اړه خپل نظر څرګند کړي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا په دې اړه بې خبري ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د ۵۷ هېوادونو دیني عالمانو په سعودي عربستان کې په افغانستان کې جګړه ناروا وبلله او د سولې د خبرو پر پیلېدو یې ټینګار وکړ.

د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا مشر قیام الدین کشاف بیا وايي، افغانان نور د جګړې د دوام زغم نه لري، خو هیله یې وښوده چې وروستۍ هڅې به نتیجه ورکړي.

قیام الدین کشاف
قیام الدین کشاف

نوموړي وویل:

"په هېڅ یوه قشر او په هېڅ ځای کې رحم نه کېږي، ټول افغانستان څخه یوه قتلګاه جوړه شوې، هرځای په وینو سور دی او هره مور بوره ده، خو د سولې لپاره کومې هڅې چې پیل شوي، ان شاالله چې مثبته نتیجه به ورکړي."

په ورته وخت کې د علماوو شورا بل غړی مولوی سمیع الله ریحان وايي، په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو له غونډې وروسته، په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ دلیل نه دی پاتې او هغوی چې بیا هم روان جنګ توجیه کوي، له اسلامه بې خبره دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG