د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

مسؤلین: افغان سوداګرو ته د اقینې بندر د لارې په تړلو لکونه ډالر زیان اوښتی


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه، سوداګر او پانګوال وايي، له کومې ورځې راهیسې چې په ځینو شمالي ولایتونو کې مظاهرې او اعتراضونه پیل شوي، سوداګرو ته یې د لکونو ډالرو زیان رسولی دی.

له شااوخوا شلو ورځو راهیسې په یوشمېر شمالي ولایتونو کې د اعتراضونو او مظاهرو له امله، د هېواد یو ستر سوداګریز بندر تړلی چې افغان سوداګرو ته یې تراوسه د لکونو ډالرو زیان رسولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، همدا اوس د افغانستان او شمالي ګاونډي هېواد ترکمنستان ترمنځ په اقینه بندر کې په مالونو بار په سلګونو نقلیه وسایط ولاړ دي چې د ودرېدو له امله یې هره ورځ افغان سوداګرو ته له ۲ لکو نه تر ۳ لکو ډالرو پورې زیان رسېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

دی وایي:

"دا مالونه چې هلته ودرېږي، وخت پرې اوړي او توقف هم ترې اخیستل کېږي، له هغو هېوادونو سره چې تړونونه ورسره لرو، عادي تجارت له خطر سره مخ کېږي، هغه خلک موږ ته وايي چې خپل بارونه بارکړئ، موږ یې د خطر له امله نه شو بارولای، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، دغه بندر به سقوط شي."

ښاغلي الکوزي دا هم وویل چې د اقینې بندر دواړو لورو ته پر موادو بار داسې نقلیه وسایط هم ایسار دي چې مواد یې د ګرمۍ له امله په لږ وخت کې کیفیت له لاسه ورکوي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقینې بندر په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د حکومت له خوا د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د سرپرست نظام الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته، مظاهره کوونکو تړلی دی.

د راپورونو له مخې، مظاهره کوونکو نه یوازې دا چې دغه ستر سوداګریز بندر تړلی، بلکې د دولت د نورو سیمه ییزو خدماتي او پراختیايي پروژو فترونه یې هم تړلي دي چې د شمالي ولایتونو د بېوزولو اوسېدونکو په ژوند یې ناوړه اثر کړی دی.

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې دوی د خلکو دوکانونه او دولتي دفترونه تړي، طبعاً ناوړه اثر لري، هغه کسان چې ډوډۍ یا سبزي خرڅوي او تر ماښامه یو څو روپۍ ګټي، دغو ټولو ته زیان رسېږي."

سربېره پر دې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل، مظاهره کوونکو په تازه شپو ورځو کې د دغه ولایت عدلي او قضايي، د کرنې او مالدارۍ او د کلیو د پراختیا دولتي ادارې هم تړلې دي.

د ده په خبره، که دغه ادارې نورې هم تړلي پاتې شي، خلک به له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

مخکې تر دې په یادو ولایتونو کې د انتخاباتي دفترونو د تړل کېدلو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

د دغو مظاهرو په لومړیو ورځو کې اعتراض کوونکو د فاریاب ولایت د ودانۍ ځینې برخې سوځولې هم دي.

په شمال کې مظاهره کوونکي غواړي چې نظام الدین قیصاري ژر خوشې او د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته دې هېواد ته د ستنېدو اسانتیاوې برابرې شي.

هڅه مو وکړه چې د شمال د اعتراضونو د پای ته رسولو په اړه، د ولسمشرۍ ماڼۍ د مسؤلینو نظر هم ولرو، خو اړیکې مو ورسره ټینګې نه شوې.

خو د جمعې په ورځ د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رئيس عنایت الله بابر فرهمند ازادي راډیو ته وویل، په ترکیه کې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش او عبدالرشید دوستم ترمنځ خبرو نتیجه ورکړې او ښاغلی دوستم به د یکشنبې په ورځ کابل ته ستون شي.

ښاغلي فرهمند دا هم وویل چې د افغانستان د ملي جنبش بله غوښتنه د قیصاري خوشې کېدل دي چې ورسره به په شمال کې د دولت خلاف اعتراضونه پای ته ورسېږي.

د سیاسي چارو پوه او د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی هېواد ته د دوستم راستنېدنه مهمه ګڼي او وايي چې د ده له راتګ سره به په شمال کې روان وضعیت کنټرول شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG