د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله فرهمند ازادي راډیو ته وویل چې جنرال عبدالرشید دوستم به د یکشنبې په ورځ کابل ته راستون شي.
جنرال دوستم له نېږدې دوو کلونو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي او کابل ته د ده د بیا ستنېدو په اړه ارګ په رسمي ډول تر دې دمه څه نه دي ویلي.
افغانستان ته به د جنرال دوستم له بېرته راتګ سره د حکومت دننه سیاسي اختلافات زیات شي، که به کم شي؟
د ازادي راډيو خبریال احمد شیبر په دې اړه د سیاسي چارو له کتونکي مشتاق رحیم سره مرکه کړې، چې نوموړی د مرکې په پيل کې هېواد ته د جنرال دوستم د احتمالي راستنېدو په اړه غږېږي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: