د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

سرخط: جنبش له خپله حده اوړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې افغانستان ته د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د بېرته راستنېدنې او د جنبش اسلامي ګوند د غوښتنو او اعتراضونو په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې جنرال دوستم ته د نېږدې سرچینو په حواله لیکلي چې نوموړی به په ترکیه تر دوه کال اوسېدو وروسته د یکشنبې په ورځ کابل ته راشي.

د مطلب د لیکونکي په وینا سرچینو رسنیو ته دا هم ویلي چې دوستم به کابل ته تر راستنېدنې وروسته د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د سرچینو په حواله په مطلب کې وړاندې راغلي چې له جنرال دوستم نه به د ده د راستنېدنې پر مهال د لوړ پوړو حکومتي چارواکو له خوا تود هرکلی وشي.

ملي ارمان:

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله یو مقاله کې لیکلي دي، ارګ د جنرال دوستم په راوستلو سره د میلیونونو کسانو د عدالت غوښتنې د غږ د غلي کولو په هڅه کې دی.

په مقاله کې راغلي چې جنرال دوستم، محمد محقق، عطا محمد نور او یو شمېر نور با نفوذه قومي او مذهبي مشران شته چې د دولت نه د باج او امتیاز په اخیستلو او د خپلو اهدافو په خاطر د خلکو د غږونو په غلي کولو کې مهم رول ولوبوي او د حکومت د توطیو او سناریو ګانو لپاره په لنډ مهالي کې ښه زمینه برابروي.

خو د لیکوال په خبره دا بیا په اوږدمهالي کې خطرناکه ده او افغانستان به د بحران په لور بوځي.

د مقالې لیکوال ټینګار کوي په داسې یو حالت کې چې په هېواد کې جګړه روانه ده او لرې او نېږدې هېوادونه په ځانګړي ډول ګاونډیان هڅه کوي چې دغه جګړه لا اورنۍ شي حکومت باید د دموکراتیکیو او ولس ملاتړه سیستمونو د رامنځته کولو هڅه وکړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، داسې اوازې دې چې دوستم بیا هېواد ته راستنېږي.

په مطلب کې راغلي دا اوازې وروسته له هغې تودېږي چې د هغه یو نېږدې پلوي نظام الدین قیصاری د دولت له خوا ونیول شو او تر اوسه هم په بند کې دی خو په پلوي یې د افغانستان په شمال کې پراخ اعتراضونه روان دي.

ورځپاڼه موضوع ته په اشارې لیکي، قومي سیاستونه او د هېواد په ملي سیاست کې د زورواکو حضور په هیڅ حال د هېواد او ولس په خیر نه دی، خو د لیکوال په خبره چېرې دې داسې یو ژمن حکومت چې د دې کار مخه ونیسي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې جنبش له خپله حده اوړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د جنبش ګوند پلویانو په فاریاب کې د اقینې بندر تر تړلو وروسته د جمعې په ورځ په کندز کې د شېر خان بندر ور هم وتاړه.

په مطلب کې راغلي خو حکومت یې به وړاندې له صبر کار اخلي.

په مطلب کې مظاهره کوونکو ته په خطاب کې ویل شوي چې د بشر د حقونو له ناقضینو ستاسې ملاتړ دا د ولس په خیر کار نه دی، او کوم کارونه چې تاسې کوئ زیان یې خپله وینئ.

XS
SM
MD
LG