د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، سبا شنبې به د انتخاباتو اړوند د شکایتونو او اعتراضونو د څېړلو لپاره تصمیم ونیول شي.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د انتخاباتو اړوندو شکایتونو او اعتراضونو د ارزولو ابتدايي پړاونه سرته رسیدلی او د شنبې په ورځ به یې د وروستي پړاو لپاره تصمیم ونیول شي.
د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو اړوند يې د هېواد په کچه څه باندې ۶۰۰ اعتراضونه او شکایتونه ثبت کړي دي:
"د تخنیکي پلوه د اعتراضونو او شکایتونو لومړی پړاو بشپړ او وروستي پړاو ته رسېدلی. د شنبې په ورځ به د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رسمي ناستې ته ورسېږي، رسېدهګي به ورته پیل او په اړه بهیې رسمي تصمیم ونیول شي. د تصمیم وروسته ممکن ځیني کسان چې له لېسته ایستل شوي، بېرته په لېست کې شامل او ځیني به له لېسته وایستل شي."
پخوا تردې د دغه کمېسیون یوه غړي عبدالبصیر فائز ازادي راډیو ته ویلي و چې له ۳۴ ولایتونو څخه یې ۶۴۳ شکایتونه ترلاسه کړي چې ۸۶ پهکې هغه کسان وو چې د بشري حقونو په ماتولو، د خلکو په وژنو، د ځمکو په غصب او د وسلهوالو ډلو په لرلو کې ښکېل ګڼل شوي دي.
ښاغلي فائز ویلي و چې که پر دغو کسانو، د کره اسنادو په اساس لګېدلي تورونه ثابت شي، د کاندیدانو له لېسته به وایستل شي.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د سرطان له لسمې نه د شکایتونو ثبتول پیل کړي او په پام کې ده چې وروستي نتایج یې، د اسد د میاشتې تر ۱۱مې پورې، د دوهم ځل لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته واستوي.
که څه هم د انتخاباتي شکایتونو د کاندیدو ولایتي غړو د لېست ډېره برخه د ولسمشر اشرف غني لهخوا رد شوي، خو دغه کمېسیون ډاډ ورکړی چې ټول شکایتونه او اعتراضونه به په مرکز کې په ټاکلي وخت و ارزول شي.
د قانون له مخې دغه کمېسیون باید په هر ولایت کې درې غړي ولري، خو ښاغلي غني د دغه لېسته چې ۱۰۲ کاندیدان پهکې وو، یوازې ۲۷ تأیید کړي دي.
د افغانستان د ازادواو عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید وايي، د ارزونې دغه پروسه باید له سیاسي لاسوهنو لېرې وي:
"خلک انتظار لري چې پهدې برخه کې عدالت، بې طرفي او واقعیتونه په پام ونیول شي. هغه کاندیدان چې پر شرایطو برابر نهوي، قانوني ستونزه لري او یا په جرم کې ښکېل دي، غوښتنه مو د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونه دا ده چې په اړهیې سم قضاوت وشي او پهدې قضیو کې بې طرفي وساتل شي."
دی ټینګار کوي چې اعتراضونو ته د رسیدهګۍ او پهدې اړه د تصمیم نیولو پروسه باید علني وي او د حذف شوېو کاندیدانو له څارونکو او رسنیو څخه پټه نهوي، څو د خلکو قناعت حاصل شي.
راپور: خان محمد سیند