د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

امریکا کې ماریا بوتینا په کوم دلیل ونیول شوه


ماريا بوتينا
ماريا بوتينا

د روسيې يوه اوسېدونکي په امريکا کې توقيف شوې. پر دې تور دی چې د روسیې له‎خوا د امريکا له سياسي کړيو سره د اړيکو جوړولو په خاطر يې پراخ عملیات پر مخ وړل.

ماريا بوتينا د ۲۰۱۷ میلادي کال له ژمي راهيسې د امریکا د فدرال تحقيقاتي ادارې تر څار لاندې و او د جولای په پنځلسمه نېټه په واشنګټن کې ونيول شوه.

پر ۲۹ کلنې د روسیې اوسېدونکې ماریا بوتينا چې په‎دې وروستیو کې په واشنګټن کې ونيول شوه، تور دی چې د امريکا د محافظه کاره ګوندونو سره د اړيکو جوړولو په هدف يې د روسیې پراخ عملیات پر مخ وړل.

د جولای په اتلسمه نېټه د څارنوالانو په اسنادو کې ويل شوي چې ماریا بوتينا د روسیې له استخباراتي ادارو سره خورا پراخې اړیکې درلودې او په امریکا کې د روسیې استخباراتي شبکه تر هغه ډېره پراخه ده چې مخکې ويل شوي وو - وجود لري.

ماریا بوتینا چې د روسیې په سايبریا کې د برنوول ښار اوسېدونکې او د فرنيچر او موبل یوې مغازې څېښتنه ده، په ۲۰۱۲میلادي ميلادي کال کې په روسيه کې د ټوپکونو د ملي ټولنې په رامنځته کولو سره مشهوره شوه.

ماریا بوتينا په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په مسکو کې په یوه لاريون کې ازادې اروپا یا ازادي راډیو ته ويلي و چې د فعالیتونو یوه برخه يې په امریکا کې د خلکو د ویشتل کېدو په غبروګون کې دي.

ماريا بوتينا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په نېشنل انټرسټ خپرونه کې يوه مقاله هم خپره کړې وه چې په‎کې دې استدلال کړی وو چې يوازې یو جمهوري غوښتونکی ولسمشر کولای شي د مسکو او واشنګټن تر منځ خرابې اړيکې ښې کړي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د ۲۰۱۷ میلادي کال د جولای په شلمه نېټه، ماريا بوتينا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و او د کانګرس ودانۍ ته نېږدې يې له يوه نه پېژندل شوي روسي چارواکي سره عکس اخېستی وو.

راپورونه چې د ټولنيزو شبکو له لارې محکمې ته لېږل شوي، ښيي چې ماريا بوتینا په امریکا کې «د ملي دعا او سهارني» په مراسمو کې کلونو ګډون کړی چيرته چې جمهوري غوښتونکو او ډموکراټ سياستوالو حضور درلود.

امريکايي څارنوال ايريک کنرسن د جولای په اتلسمه نېټه د واشنګټن فدرال محکمې ته وويل، ماریا بوتينا د ۲۰۱۷میلادي کال له ژمي راهيسې د امريکا د فدرال تحقيقاتي ادارې يا اېف بي ای تر څار لاندې وه.

د جولای په څورالسمه نېټه د اېف بي ای وسله‎والو کار کوونکو د ماريا بوتينا پر کور چاپه ووهله، کمپيوټر او ګڼ نور مواد يې ونيول او هغه په‎خپله د جولای په پنځلسمه نېټه توقيف شوه.

روسي چارواکو د ماریا بوتينا توقیف غندلی دی.

XS
SM
MD
LG