د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۰

ګلبدین نایب د سپکاوي په تور په دوو لوبو کې بند کړای شو

د افغانستان د غازي امان الله خان «ليست ای» کرکټ یو ورځینو سیالیو کې لوبڅار ته د سپکاوي په تور ګلبدین نایب په دوه لوبو کې بند کړای شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې له دوه لوبو بندیز وروسته ښاغلی نایب کولای شي دوباره سیالیو ته راوګرځي.

ګلبدین نایب په روانو سیالیو کې د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر دی چې اوس يې پر ځای افسر ځاځی د لوبډلې مشرۍ دنده پرمخ وړي.

په همدې حال کې نن د دې سیالیو په ننۍ لوبه کې میس عینک لوبډله د کابل لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې ده.

د سیالۍ پچه کابل لوبډلې ګټلې او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې يې د نهه لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۴ منډې کړي دي.

اوس د میس عینک لوبډله بیټینګ کوي وبه کتل شي چې دغه سیالۍ د چا په بریا سره پای ته رسېږي.

د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا امو زون بُست ته په ماتې ورکولو سره روانو سيالیو کې درېم مقام خپل کړ.

د دغه سیالیو لومړی او دوهم مقام له بند امير او سپين غر سره دي.

همدا شان شهزاد محمدي، جاوید احمدي او عثمان غني د ډېرو منډو جوړونکي لومړي مقامونه او شرف الدين اشرف، قيس احمد او نجات مسعود د اتو اتو لوبغاړو په سوځولو سره تر دې دمه د غوره توپ اچونکو په کتار کې لومړ ي مقامونه لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG