د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۹

ولسمشر غني د ملي ارشیف نوې ودانۍ پرانیستله

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ملي ارشیف د ناسم وضعیت په اړه انتقاد کوي.

له افغان فلم نه جمهوري ریاست ته د تاریخي او مستندو فلمونو د ارشیف د لېږد په اړه له انتقادونو سره سره ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د فلمونو د ارشیف د نوې ودانۍ پرانیسته وکړه.

ولسمشر اشرف غني وايي، ملي ارشیف یو مسلک دی او باید د مسلکي کسانو لخوا وساتل شي.

د ښاغلي غني په خبره د فلمونو دغه ارشیف د افغانستان د معاصر تاریخ یو واضح انځور وړاندې کوي او په ډیجیټل کېدو سره به یې د خلکو لاس رسی ورته اسانه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ارشیف مطلق یو مسلک دی او باید د مسلکي کسانو لخوا وساتل شي، دلته یې د انتقال بله ګټه دا ده چې دا ټول مواد به ډیجیټل کېږي او دا به ټول په یوه ویب سایټ کې ایښودل کېږي او خلک به مجبور نه وي چې د ترلاسه کولو لپاره یې دلته راشي."

ولسمشر همدا راز وویل چې د مستندو او تاریخي فلمونو د ارشیف مواد به په منظم ډول د ملي ټلوېزیون او نورو خصوصي ټلوېزیونو له لارې خپاره شي څو خلک او په ځانګړې توګه ځوان نسل د خپل تاریخ په اړه کافي معلومات ولري.

د افغانستان ټوله سینمایي شتمني، مستند او تاریخي فلمونه به له دې وروسته به په جمهوري ریاست کې په هغه ودانۍ کې ساتل کېږي چې ولسمشر یې د پنجشنبې په ورځ پرانیسته وکړه.

څه موده وړاندې ولسمشر اشرف غني سپارښتنه وکړه چې د افغان فلم ارشیف ارګ ته یوسي خو د ولسمشر دغه پرېکړې ځینې غبرګونه هم له ځان سره لرل.

هغه مهال یو شمېر فرهنګپالانو ویلي چې د افغانستان ارشیف باید د سیاست له منګلو لېرې پاتې شي.

خو اوس یو شمېر تاریخ پوهان وايي، که ولسمشر دغه اقدام د ارشیف د خوندیتوب په هدف ترسره کړی وي دوی یې هرکلی کوي.

تاریخ پوه او لیکوال حبیب الله رفیع:

حبیب الله رفیع
حبیب الله رفیع

"دولتونه مکلف دي چې د ملتونو ملي شتمنۍ په ډېر احتیاط وساتي او په عین حال کې په داسې شکل یې وساتل شي چې د ضرورت لرونکو او هغه کسانو چې په دې برخه کې کار کوي لاسونو ته یې ورورسېږي."

د ښاغلي رفیع په خبره ارګ ته د افغانستان د مستندو او تاریخي فلمونو د ارشیف انتقال ښه اقدام دی خو که دغه ارشیف ته د خلکو او څېړونکو د لاس رسي په برخه کې کړې ژمنې عملي نه شي ارشیف به د ارګ تر دېوالونو محدود پاتې شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG