د افغانستان دفاع وزارت وايي، که د سیمې هېوادونه خپلې پولې خوندي کړي دا په افغانستان او سیمه کې د امنیت سبب کېدلای شي.
دفاع وزارت د دغه هېواد پولې ته نېږدې د روسيې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینات د ترورېزم پر وړاندې د سیمې د هېوادونو د ګډې روحيې نتیجه بولي او ترې هر کلی کوي.
د دې وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ۲۸» ازادي راډيو ته وویل چې د ترورېزم سره مبارزه ګډې همکارۍ ته اړتیا لري چې د سیمې د هېوادونو ټینګې پولې کولای شي له دغه هدف سره مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د ترورېزم سره مبارزه یوې سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري، که د سیمې ټول هېوادونه د ترورېزم پر ضد همکاري وکړي او پرېنږدې چې تروریستان تګ راتګ وکړي او یا ډېر شي بې شکه چې دا اغېز لري او دا اغېزمنتیا د دې سبب کېږي چې په افغانستان او سیمه کې ثبات حاکم وي."
روسیې او تاجکستان د سې شنبې په ورځ د افغانستان سره پر پوله شریک پوځي تمرینات پیل کړل چې چارواکي یې هدف د افغانستان څخه د ترهګرو د ممکنه بریدونو په وړاندې چمتوالی بولي.
د فرانسې خبري اژانس د تاجکستان د دفاع وزارت په حواله ویلي چې په دې پوځي تمرینونو کې به تر لس زرو زیات سرتېري برخه ولري.
دا د افغانستان د شمالي ګاونډیو روسيي او تاجکستان تر منځ د افغانستان پولې ته څېرمه په دې بڼه لومړني پوځي تمرینات دي.
د افغانستان شمالي پولو ته نېږدې دا څلور ورځني مانورونه داسې وخت پیلېږي چې روسیې وخت په وخت په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې د فعالیتونو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې.
روسيه له دې وېره لري ترڅو دغه وسله والې ډلې د افغانستان له شمالي پولو مرکزي اسیا او دغه هېواد ته لار پیدا نه کړي.
په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان دا تمرینات د داعش پر وړاندې د روسيې د اندېښنو نتیجه بولي وايي؛ روسیه غواړي له دې کار سره خپل توان وښيي.
له ډلې يي حی ګل سلیمانخیل ازادي راډيو ته وویل:
"دا تمرینات د افغانستان لپاره ښه پیغام نه لري ځکه چې د افغانستان سره هېڅ مرسته نه شي کولای غیر له دې نه چې د جنګ یوه انګېزه او ملاتړي پیدا کړي دوی دې د داعش د ځپلو لپاره له افغانستان سره مستقیمه مرسته وکړي دا معنا نه لري چې یوازې دې يې په شمال کې دوی ته د اوښتو په صورت کې دوی مخنیوی وکړي."
ښاغلی سلیمانخېل وايي، دا تمرینات د سیمې هېوادونو ته ښيي چې په ظاهر کې د سترو تمریناتو او اندېښنو د ښکاره کولو پر ځای له افغانستان سره داسې مرستې وکړي چې د ګواښ له رامنځته کېدو مخکې ګټورې واقع شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ