د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

ایران په سلګونو نوي ټانکونه جوړوي


د ایران دفاع مرستیال وزیر، رضا مظفري نیا وایي، له اووه سوه تر اته سوه پورې جنګي ټانکونه به یا جوړ کړو یا به یې په ښو وسایلو سمبال کړو.

د تسنیم خبرې اژانس د راپور له مخې رضا مظفري نیا د دغو جنګي ټانکونو د ډولونو په اړه څه نه دې ویلي خو دا خبره یې کړې ده چې د ایران پوځ سخته اړتیا ورته لري.

د ایران دفاع وزارت په دې اړه هم معلومات نه دې ورکړي چې دا هڅې به په څومره وخت کې بشپړې شي.

د ایران د دفاع وزارت جنرالان
د ایران د دفاع وزارت جنرالان

په بریتانیا کې د ایران د پوځي چارو کارپوه حسین ارین ازادي راډیو ته د ایران د دفاع وزیر د دې نوې ژمنې په اړه وویل:

« ایران په دې برخه کې ډیرې زیاتې هڅې کړې دي، یعني په سیمه کې د پام وړ وسلې لري. مثلا پخوا یې د تیام په نوم یو ټانک جوړ کړی و چې د چینایي او امریکایي ټانکونو ګډوله وه او تن یې د امریکا د ایم ۴۷ ټانک په څیر و»

د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي پیاوړیو هیوادو له اوږدې مودې راهیسې د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام لپاره پر دغه هیواد بندیزونه لګولي خو داسې ښکارې چې د ایران پوځي ځواک په سیمه کې له خپل اصلي سیال سعودي عربستان څخه کمزوری دی.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې( CIA) د فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې ایران د خپلو کلنیو عوایدو دوه اعشاریه نهه شپیته په سلو کې پر پوځ ولګولې او حال دا چې سعودي

عربستان یو کال راوروسته د خپلو عوایدو نهه اعشاریه شپږ اتیا پر پوځ مصرف کړې.

وروسته تر دې چې روان کال د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډانالډ ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړیو هیوادو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه په شا شو، پر ایران یې نوي بندیزونه ولګول. دغه بندیزونه به ترڅه بریده د ایران د نویو ټانکونو د جوړیدو پروګرام اغیزمن کړي، په بریتانیا کې د ایران د پوځي چارو له کارپوه حسین ارین څخه به یې واورو:

« خورا ډیر اغیز لري ځکه چې ایران نه شي کولی مدرنه ټکنالوژي وارد کړي، تاسو وګورئ چې په مجموع کې د ایران مسلح ځواکونه پر دې ځوریږي چې زړې وسلې لري»

د تیرمیلادي کال د دسمبر میاشت په راپور کې چې د ستراتیژیکو نړیوالو مطالعاتو مرکز خپور کړ، وړاندوینه شوې ده چې ایران به د هغو تجربو له زده کړو وروسته چې په سوریه کې یې ترلاسه کړې دي خپلې وسلې مدرنه کړي.

ایراني ځواکونه له دوه زره دولسم کال راپه دې خوا په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم په ملاتړ جنګ کوي.

XS
SM
MD
LG