د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

په کابل کې د ۶ زونونو کرکټ ټیمونو سیالۍروانې دي


د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د شپږو زونونو ترمنځ پنځوس اوریزې سیالۍ د کابل په غازي امان الله خان نړيوال لوبغالي کې روانې دي.

د دغو سیالیو په لړ کې نن امو او بوست لوبډلو ترمنځ سیالي روانه ده.

امو لوبډلې د غازي امان الله خان جام سیالیو دویم پړاو کې د بوست لوبډلې ته ۳۱۹ منډې هدف وټاکه.

په روانه لوبه کې چې ټاس يې بوسټ لوبډلې وګاټه او امو لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه د امو لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي ۱۲۳ منډې او ځوان لوبغاړي ریاض حسن ۱۰۳ منډې وکړې.

اوس د سیالۍ دوهمه پاڼې رونه ده وروسته به معلومه شي چې یاده لوبه د کومې لوبډلې په بریا پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG