د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۱

پکتیاوال: د قانون ماتوونکو پروړاندې د ولسمشر اقدام ستایو

د پکتیا ګڼ شمېر مدني فعالانو، ځوانانو او قومي مشرانو د خپلسرو وسله والو، د ځمکو غاصبینو او زورواکو پر وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ورستیو اقداماتو په ملاتړ غونډه کړې.

د غونډې ګډوالو د ولسمشر دا اقدام په هېواد کې د قانونو حاکمیت او د ولس غوښتنو ته د مثبت ځواب ویلو په پار مهم بللی.

د پکتیا ګڼ شمېر مدني فعالان، قومي مشران او ځوانان چې نن د چهارشنبې په ورځ په ګردېز کې په یوه غونډه کې سره راټول شوي وو، پر ولسمشر غږ وکړ چې د ځمکو غاصبینو، زورواکو او غیر قانوني وسله والو ډلو په وړاندې پيل کړی حرکت دوامداره وساتي او له چاسره د دې حرکت د ودرولو پر سر جوړ جاړی ونه کړي:

"زورواکی چې هر څوک وي هغه د افغانستان ملي منافیعو ته زیان دی، د هغه په وړاندې باید ملي دریځ غوره شي، ولس دې د جمهور رئیس د دغه دریځ ملاتړ وکړي، رئیس جمهوره! ته د افغانستان د ولس ولسمشر یې، هېڅ چاسره معامله ونه کړې؛ د لویې پکتیا ولسونه له تاسره په اکثریت سره ولاړ دي."

دوی وایي، هر هغه څوک چې د دې حرکت مخالفت کوي حتماً به یې ګټې له زورواکو، غاصبینو او بې مسوولیته وسله والو ډلو سره شریکې وي:

"دغه ولسمشر کړې ده، هغه څوک چې دغه رنګ ورکوي چې دا قومي بڼه لري، هغه په خپله مفسد ده ویا هم د مفسد ملاتړی ده، هغه په خپله غاصب ده او یاهم د غاصیب ملاتړی ده."

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د شمال په یوشمېر ولایتونو کې د کابو دوو اونیو راپه دې خوا د دولت د همدې اقدام په غبرګون کې د یوشمېر اوسېدوونکو لخوا اعتراضیه مظاهرې روانې دي.

ارپور: اصیل ځاځی

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG