د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۲

د غزني لاریون کوونکي: د سولې او اوربند په برخه کې د ولسمشر ملاتړ کوو


په غزني کې د ځینو مدني ټولنو، قومي شوراګانو او ولسي خلکو له لوري د ولسمشر محمد اشرف غني د وروستیو لاسته راوړنو، د سولې په برخه کې د هڅو او د زورواکانو په وړاندې د جدي ګامونو پورته کولو په ملاتړ لاریون ترسره شو چې په‎کې په لسګونو کسانو ګډون کړی وو.

لاریون کوونکو د نظام د ملاتړ، د سولې د غوښتنې او د ولسمشر د وروستیو پرمختګونو په اړه شعارونه ورکول.

د لاریون یو تنظیموونکی مدني فعال عزت الله مومنیار وویل، دوی د ولسمشر د ملاتړ په موخه راوتلي:

"د ننني لاریون هدف په تېرو دوو میاشتو کې د ولسمشر د کارونو ستایل دي، ځکه تاسو په فراه، ارزګان او فاریاب ولایتونو کې خلک ولیدل چې ځینو زورواکانو چې له ولس سره یې ظلم کاوه ونیول شول، موږ د دغسې پرېکړو ملاتړ کوو. تاسو وینئ د نظام په ملاتړ ځوانان سپین‎ږيري او مدني فعالان ټول راوتلي دي."

د بارک الدین په نوم یوه بل لاریون کوونکي کې هم وینا وکړه او په هېواد کې د سرتاسري سولې د غوښتنې ترڅنګ یې وویل، د ټوپک‎سالاري قانون نه منل او د قانون د حاکمیت ملاتړ کول یې هدف دی.

دغه لاریون چې د ښار په بېلابېلو واټونو کې پیل شوی وو، د ښار د مرکزي جامع جومات ترمخ یې غونډه وکړه.

د ښایسته خان غزنوي په نوم د لاریون یوه غړي پریکړه لیک داسې ولوست:

"د غزني ولسونه د سولې او اوربند په برخه کې د ولسمشر ملاتړ کوي، موږ سوله غواړو، جنګ او زورواکي نور نه منو، د هغه هر ډول قانوني اقدامات د ستاینې وړ دي، په هېواد کې د قانون حاکمیت د وخت ضرورت دی، موږ له دولته غوښتنه کوو چې قانوني اجراات ترسره کړي."

دا په‎داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په هېواد کې د زورواکانو په وړاندې قانوني چلند، د قانون د حاکمیت تطبیقول او له وسله‎والو سره د سولې په کولو ټینګار شوی دی.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر- غزني

XS
SM
MD
LG