د هلمند والي وايي، د ولسمشر په امر يې د طالبانو پر زندانونو او مشرانو بریدونه ډېر کړي دي.
تورن جنرال محمد یاسین دقیق وروسته تر هغې دغه خبرې کوي چې د افغان کوماندو ځواکونو لهخوا د سې شنبې په شپه پر یوه زندان د چاپې پر مهال ۸۴ اتیا بندیان راخوشې شول.
تردې وړاندې هم د هلمند د کجکي ولسوالۍ اړوند له یوه زندانه تر سلو ډېر کسان چې څو تنه پهکې ښځې هم وې، د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال راخوشې شوي وو.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: