د ارزګان والي وايي، په دغه ولایت کې ۵۰ سلنه طالبانو وسلې پر ځمکه ایښي دي.
والي محمد شفیق اسدالله سعید د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پهدغه ولایت کې د پخوا په پرتله د جګړې ګراف ۵۰ سلنه راټيټ شوی دی.
نوموړی وايي، لامل يې پهدې وروستیو کې په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د دیني علماوو فتواوې دي چې د افغانستان جګړه يې ناروا ووبلله او دغه راز په تېرکوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دوه اړخیز اوربند اعلان شو.
له دې سره دغلته قومي مخورو هم ورته څرګندونې درلودې چې طالبانو په سیمه کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
دا پهداسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره به ډېر ژر د «هو» خبرې ته ورسېږي.
پهدې اړه بشپړ راپور د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت څخه اورو چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: