د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

افغان فوټبالر نورحسین د افغانستان د فوټبال له لوبډلې سره يوځای شو


۲۱ کلن افغان فوټبالر نورحسین چې له يو شمېر نړیوالو لیګونو نه ښه تجربه لري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سره يوځای شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه هافبک لوبغاړي د هېواد د ملي لوبډلې له نوي روزونکي انوش دستګیر سره له خبرو وروسته دغه پرېکړه کړې.

ښاغلي نور حسین د انګلستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د کریستال پلاس لوبډلې په ترکیب کې لوبې کړي او اوس مهال د دغه هېواد دوهم درجه لیګ سیالیو کې د نوتس کانتي لوبډلې لپاره لوبېږي.

ښاغلی نورحسین به د انګلستان کلپ لیول سیالیو کې د بوختیاوو له امله د فلسلطین په وړاندې سیالۍ کې چې د افغانستان د خپلواکۍ په مناسب د اګست په ۱۹ نېټه په کابل کې کېږي، حضور ونه لري خو له هغه وروسته په نورو سیالیو کې به د افغانستان په استازيتوب لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG