د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

د افغانستان د کیک بوکسنګ ملي لوبډلې ۷ مډالونه ګټلي


د افغانستان د کیک بوکسنګ ملي لوبډلې د «ChenOne» په نړیوالو سیالیو کې ۷ مډالونه ګټلي.

د افغانستان د کیک بوکسنګ فدراسیون رئیس دستګیر پنجشیري ویلي چې واحد نژند، احمد شاکر او عبدالرقیب وتوانېدل چې په خپلو وزنونو کې د سرو زرو، دستګیر حیدري او رایض نثاري د سپین زرو او نورزاد هوتک او ویس الدین د بُرونزو مډالونه د افغانستان په نوم کړي.

دغه سیالۍ د چنګاښ میاشتې له ۲۱مې نه تر ۲۳ مې نېټې پورې د لسو هېوادونو په ګډون د ایران په پلازمېنه تهران کې ترسره شوې.

XS
SM
MD
LG