د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۴۶

کرکټ: بند امیر لوبډلې مسک عنیک ته ماتې ورکړه


د غازي امان الله خان يو ورځنیو سیالیو په لړ کې بند امیر لوبډلې مسک عنیک ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې مس عینک لوبډلې په لومړی بیټنګ کولو سره په ۳۷،۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره د بند امیر لوبدلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې د بند امیر لوبدلې ورکړل شوی هدف په ۲۹ اورونو کې د ۲ وکټو په زیان سره پوره او لوبه یې د ۸ وکټو په توپیر وګټله.

احسان جنت چې د بند امیر لوبډلې لپاره یې ۶۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ټاکل شوې د دغو سیالیو بله لوبه سبا چهارشنبه د بست او امو لوبډلو ترمنځ د ټلویزون له لارې په ژوندۍ بڼه خپور شي.

XS
SM
MD
LG