د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

ولسي جرګه: د سرپرست وزیرانو پر ځای دې نوي کاندیدان رامعرفي شي


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی له حکومته غواړي چې د سرپرست وزیرانو پرځای کاندید وزیران، د سترې محکمې پاتې غړي او سرې میاشتې رئیس د رائ اخېستو لپاره ورته معرفي کړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی د حکومت له لوري دې جرګې ته د کاندید وزیرانو د سترې محکمې د پاتې غړیو او د سرې میاشتې د رئیس په ځنډ معرفي کېدو انتقاد کوي او وايي چې حکومت په‎دې برخه کې اساسي قانون او نور اړوند نافذه قوانین تر پښو لاندې کوي.

د دغې جرګې لومړی منشي میرداد نجرابي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا له حکومته وغوښتل چې د اوړي رخصتیو له پیلېدو وړاندې یاد کسان دوی ته د رأی اخېستو لپاره معرفي کړي.

نوموړی وايي:

"د هېواد اساسي او نافذه قوانینو له مخې سرپرست وزیر له دوو میاشتو زیات نه‎شي پاتې کېدای، نو له حکومته مو غوښتنه دا ده چې د کابینې د مشروعیت او د وزیرانو د قانوني کېدو لپاره پاتې سرپرست وزیران، د سترې محکمې درې غړي او د سرې میاشتې رئیس باید د پارلمان ته د رأی اخېستو لپاره معرفي شي."

دا مهال د پوهنې، ماليې، کانونو او پترولیم، ښار جوړونې، د اوبو او انرژۍ او اطلاعاتو کلتور وزارتونه او همدا شان د سرې میاشتې ریاست د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

څه موده وړاندې د سترې محکمې د عالي شورا د درې تنو غړیو د وخت موده پای ته رسېدلې او تر اوسه هم حکومت د دوی پرځای څوک ولسي جرګې ته رأی اخېستو لپاره نه‎دي معرفي کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو د ولسي جرګې د نوې غوښتنې په اړه د حکومت نظر واخلي، خو له پرله‎پسې هڅو سره سره بیا هم څوک خبرو ته حاضر نه شول.

د تېرې اوونۍ د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په اجنډا کې دغې جرګې د پوهنې وزارت ته د کاندید معرفي کېدل شامل و، خو د ولسي جرګې رئیس اعلان وکړ چې یاد وزیر به ډېر ژر له یو شمېر نور کاندیدانو سره دوی ته د رأی اخېستو لپاره معرفي شي.

بل‎خوا د چارو کاپوهان ولسي جرګې ته وزیرانو او پاتې کسانو په معرفي کېدو کې ځنډ د قانون خلاف بولي.

یونس فکور
یونس فکور

د دغو کارپوهانو له ډلې یونس فکور ازادي رادیو ته وویل:

"کله چې سرپرست نه‎وي او وزیر وي، کولای شي، په علاقه کار وکړي، د مدیریت لپاره زیاته مهمه ده، د وزیر د ملاتړ لپاره د ولسي جرګې ملاتړ زیات مهم دی، د وزیرانو په ځنډ معرفي کول او رأیه ورته نه ورکولو کې ولسي جرګه او ولسمشر دواړه ملامت دي."

ښاغلی فکور زیاتوي، په یوه اداره کې سرپرست پاتې کېدل په چارو کې د ګډو‌ډۍ لامل کېږي او د ادارو کارونو له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

خو د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي په ځنډ د کابینې معرفي کېدل د اجرائیه ریاست او ارګ ترمنځ روان اختلافات بولي چې د نوموړي په وینا دغو اختلافاتو په ښې حکومتوالۍ ناوړه اغیز کړی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG