د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

له قزاقستاني پانګوالو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هیلې!


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، په افغانستان کې د قزاقستان د پانګوالو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې دي او هیله ده چې د دغه هېواد پانګوال په افغانستان کې پانګې واچوي.

د افغانستان او قزاقستان سوداګر او پانګوال هڅې کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیتي اړیکې لا پراخې او دواړه لوري په یادو هېوادونو کې پانګې واچوي.

په دې نیت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د مسؤلینو یوه ګډه ناسته جوړه شوې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، له قزاقستان سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې په رسمي توګه پیل شوې چې تراوسه په دغو اړیکو کې د پام وړ پراختیا لیدل کېږی.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"په ۱۳۹۶ لمریزکال کې قزاقستان ته د ۱۳،۸ میلیونو ډالرو په ارزښت، افغاني مواد صادر شوي دي، په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي کورېدور جوړ شوی چې له دې لارې پنځلس شپاړس ټنه تازه مېوه قزاقستان ته صادره شوې، له قزاقستان سره زموږ تجارت ورځ په ورځ ډېرېږي."

ښاغلي الکوزي وویل، اوس له قزاقستانه افغانستان ته د څه باندې ۶۰۰ میلیونو په ارزښت اوړه، خوراکي مواد، فلزات او ساختماني مواد واردېږي چې د ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې په کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو په دغه ګډه ناسته کې په افغانستان کي د قزاقستان سفیر او د هغه هېواد د خوراکي موادو، اوړو، فلزاتو او ساختماني موادو د کمپنیو ۱۲ استازو ګډون کړی و.

دوی وویل، غواړي د دواړو هېوادونو سوداګر او پانګوال له نېږدې وویني او په افغانستان کې د پانګونې په هدف یو لړ مطالعات ترسره کړي.

په افغانستان کې د قزاقستان سفیر حلیم خان ګلديیف ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو او پانګوالو ته به په قزاقستان کې د فعالیت اسانتیاوې برابرې کړي.

افغانستان اوس له ګاونډیو هېوادونو ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، پاکستان، هندوستان او داسې نورو سره سوداګریزې راکړې ورکړې لري چې د نورو په اندازه له پاکستان سره زیاتې دي.

د اقتصادي چارو پوه تاج محمد اکبر دغه اقدام ستايي، خو وايي چې که افغان حکومت غواړي چې بهرني پانګوال یې په هېواد کې پانګې واچوي، پکار ده چې دغه اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

دی وایي:

"پانګونې ته باید زمینې برابرې شي، د امنیت نشتوالی یو عمده ګواښ دی، نور موضوعات زیربنايي دي، لکه برښنا، همدا شان قوانین بله موضوع ده چې باید شفاف وي او بله موضوع ټرانسپورت او ټرانزیټ دی چې باید ویې لرو، ځکه دا مهم او عمده موضوعات دي."

ښاغلی اکبر ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزو اړیکو ته باید په لومړي سر کې کره پلانونه جوړ او د پلي کولو معقولې لارې یې وسنجول شي.

د ده په خبره، افغانستان له یوشمېر ګاونډویو سره سوداګریزې اړیکې لري، خو ډېر ځله په کې ستونزې پېښې شوي چې افغان سوداګرو ته په کې زیانونه اوښتي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG