د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۹

چارواکي: په کندهار کې۹۰ وسله وال او ۶ پولیس وژل شوي


د کندهار امنیتي چارواکي د دغه ولایت په معروف او ارغستان ولسوالیو کې د ملي اردو او پولیسو سره په مخامخ جګړه او عملیاتو کې د ۹۰ وسله والو او ۶ پولیسو د وژل کېدو او د لسو پولیسو او اتلسو وسله والو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن يحيي علوي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د کندهار په معروف او د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې عملیات کړي.

د علوي په وینا چې په دې عملياتو کې د کندهار د معروف ولسوالۍ د کامران کارېز په سيمه کې د هوايي بريدونو په پايله کې د طالبانو د یوه سيمه ییز قوماندان ملا نصيب الله په ګډون ۶۲ تنه وسله وال وژل شوي او د يو بل طالب قوماندان ملا بسم الله په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.

علوي وویل چې د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې هم د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

په عین وخت چارواکي وايي، تېره شپه د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ په مخامخ جګړه کې ۶ پولیس او ۲۵ وسله وال وژل شوي لس پولیس او پنځلس وسله وال ټپیان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي ازادي راډیو ته وویل چي د وسله والو طالبانو یو شمېر مړي هم د جګړې په ډګر کې پاته شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"تېره شپه پر یوولسو بجو باندې دښمن پراخ برید کړی، دښمن ته پوره مرګ ژوبله اوښتې پنځه ویشت مړه او پنځلس ټپیان شوي زموږ خواته هم مرګ ژوبله اوښتې شپږ پولیس مړه او لس نور ټپیان شوي دي."

وسله والو طالبانو تر اوسه د معروف او ارغستان د پېښو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه ډلې ادعا کړې چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې يې د پولیسو پر څلورو امنیتي پوستو حمله کړې او په زیات شمېر کې پولیس يې مړه او ټپیان کړي.

راپور :صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG