د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

ټرمپ له پوتين سره تر ليدو وروسته له انتقادونو سره مخ شو


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتين سره تر ليدو وروسته له انتقادونو سره مخامخ شو.

ډېری منتقدينو ويلي چې ده امریکايي ادارې او خپل متحدان کم راوستل او دا هغه څه ته د جفا په مانا دی چې امریکا يې استازيتوب کوي.

  • د ټرمپ پر چلند په منتقدينو کې څوک شامل دي؟

په فنلنډ کې د خبري کنفرانس پر مهال د ولادیمیر پوتین تر څنګ ولاړ ډونالد ټرمپ د خپلو استخباراتي ادارو هغه نتایج تر پوښتنې لاندې راوستل چې په تېرو انتخاباتو کې یې د روسیې د مداخلې په اړه ترلاسه کړي وو.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ظاهراً داسې ښکارېدل چې ولسمشر ټرمپ د پوتین دا ټینګار ومانه چې وایي، په دې کار کې روسیې لاس نه درلود.

د امریکا د استازو جرګې رئیس پاول راين چې په کانګرس کې لوړپوړی جمهوري غوښتونکی دی، پرون ماسختن وويل چې ټرمپ ښه کار نه دی کړی چې یو ځل بیا يې د امريکا د عدليې وزارت او استخباراتي ادارې چې وایي، روسیې د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې، تر پوښتنې لاندې راوستلې.

راين ويلي چې ولسمشر ټرمپ بايد په دې خوشحاله شي چې روسیه د امريکا متحد هېواد نه دی.

د امریکا او روسیې تر منځ هېڅ اخلاقي برابري نشته او دې هېواد تل د امریکا له ارزښتونو سره غليمانه چلند کړی دی.

همداراز د ۲۰۱۲ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ميټ رامني د ټرمپ چلند شرموونکی وباله چې د ده په وينا، د ډموکراټيکو ارزښتونو پر ضد دی او د امريکا ملي یووالی او په نړۍ کې د دغه هېواد حیثيت کموي.

د ۲۰۰۸ میلادي کال د ولسمشريزو انتخاباتو کانديد او د سنا د وسله والو خدماتو کمېټې رئیس جان مککين هم ويلي چې له پوتين سره په فنلنډ کې د ټرمپ خبري کنفرانس له تر ټولو شرموونکو څخه و چې په تاریخ کې هېڅ امریکايي ولسمشر داسې چلند نه دی کړی.

ده وويل چې ولسمشر ټرمپ ثابته کړه چې دی نه يوازې د دې وړتيا نه لري، بلکې نه غواړي چې د پوتين په وړاندې ودرېږي.

د ټرمپ نېږدې متحدانو هم پر ده انتقادونه کړي او له پوتين سره د ده په سرمشريزه کې يې د ده چلند د حيرانتیا وړ بللی دی.

ولادیمیر پوتین
ولادیمیر پوتین
  • ټرمپ دغو څرګندونو ته څه ځواب ویلی دی او پوتين تر دې سرمشريزې وروسته څه څرګندونې لرلې؟

ولسمشر ټرمپ له پوتین سره د لیدو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ويې ویل چې ډیپلوماسي مهمه ده او له مسکو سره رغوونکې خبرې د امریکا، روسیې او ټولې نړۍ په ګټه دي.

ولادیمیر پوتین وویل چې هغه غوښتل ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۶ میلادي کال انتخابات وګټي.

بل خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه غوښتل ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۶ میلادي کال انتخابات وګټي، ځکه دده په خبره، په امریکا کې جمهوري غوښتونکو داسې هیله ښودلې وه چې له مسکو سره د اړیکو ښه کول غواړي.

XS
SM
MD
LG