د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

فرانسویانو د خپل د فوټبال د ملي لوبډلې هرکلی وکړ


سلګونه زره فرانسویانو د پاریس په سړکونو کې د فرانسې د فوټبال د ملي لوبډلې هرکلی وکړ او د هغوی بریا یې ولمانځله.

د فرانسې لوبډلې د دوشنبې په ورځ په یوه سر لوڅي سرویس بس کې د خپلو پلویانو منځته ورغلل.

د فرانسې د فوټبال ملي لوبډله تر غرمې وروسته د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وبلل شول.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دغې ډلې تود هرکلی وکړ.

فرانسې د یکشنبې په پایلوبو کې د کرویشیا لوبډلې ته ۲ د څلور په مقابل کې ماته ورکړه او د دوهم ځل لپاره د فوټبال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG