افغانستان
ولسمشر اشرف غني وایي، د داعش ډله له منځه وړي
افغان ولسمشر اشرف غني وایې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله (داعش) له منځه وړي .
ولسمشر غني د دوشنبه په ورځ له آزادي راډیو سره په یوه اختصاصي مرکه کې پدې اړه وویل :
« د داعش وسلوالو شمیر لږ شوی دی ، خو دا پدیده له بهره تمویلیږي. زما ژمنه دا ده چې موږ داعش محو کوو.»
ولسمشر غني په ځانګړي ډول ونه ویل چې په افغانستان کې د داعش وسلوالو شمیر څومره لږ شوی دی .
داعش ډلې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی .
ددې لړۍ په یوه تازه پیښه کې چې د یکشنبه په ورځ په کابل کې وشوه ، لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول چې داعش ډلې یې مسولیت واخیست.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو له وزیر سره کتلي دي
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري دیکارلو او ورسره پلاوي د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو له وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې د طالبانو د سرچینو په وینا د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراخوالي او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پاڼه د دې کتنې خبر ورکړی او ویلي دي چې دواړو خواوو همداراز د مخدروموادو پرضد د مبارزې، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د افغانستان پر خصوصي سکټور د بندیزونو د لیرې کېدو او د ملګروملتونو په مشرۍ د بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړي.
مېرمن دیکارلو چې پرون کابل ته ورسېده، د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي خو د ملګروملتونو ویاند ستیفن دوجاریک مخکې ویلي و، چې نوموړې به د دې سفر پرمهال د طالبانو له ځینو مشرانو سره وګوري. د هغه په وینا د دې سفر هدف د دوحې د بهیر تعقیب دی.
اټکل کېږي چې د افغانستان د ختیځ په پراخو سیمو کې به د چارشنبې تر ورځې درنه واوره واوري
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې چې طالبان یې اداره کوي پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د هواپېژندنې د نړیوالو ادارو په حواله اټکل کړی چې د سلواغې تر اتمې نېټې پورې به د هېواد په ځینو ولایتونو کې د منځنۍ کچې بارانونه وشي خو د ختیځ په پراخو سیمو کې به درنې واورې واوري.
په بیان کې له خلکو غوښتنه شوې چې سېلابونو او درنو واورو ته چمتو واوسي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره همداراز اټکل کوي چې د روانې اونۍ د پیل په ورځو کې ښايي هوا ډېره سړه شي نو ځکه دا اداره سپارښتنه کوي چې خلک دې په تېره د ماشومانو او زړو کسانو د ژغورنې لپاره د سړې هوا د اړوندو ناروغیو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې له تېرې چارشنبې ورځې راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د درنو واورو د ورېدو له کبله له شپېتو ډېر کسان مړه شوي، له سلو ډېر نور ټپیان دي او ۴۵۸ کورونو څه پوره څه نیمايي ویجاړ شوي دي.
ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د متحدانو د ونډې په اړه د خپلو خبرو یوه برخه بېرته اصلاح کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وروسته له دې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د نورو غړو د شل کلن ماموریت په اړه د خپلو څرګندونو له کبله له سختو انتقادونو سره مخ شو د خپلو خبرو ځینې برخې بېرته اصلاح کړې.
ټرمپ تېره اونۍ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل د افغانستان په جګړه کې له امریکا پرته د نورو هېوادونو ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې شا ته وو.
وروسته له دې چې د برتانیا صدراعظم او نورو چارواکو دا څرګندونې وغندلې ښاغلي ټرمپ پرون شنبې په افغانستان کې د برتانیا رول وستایه. هغه د برتانیا د پوځي ماموریت په برخه کې خپل دریځ بدل کړ او ویې ویل چې د برتانیا ستر او ډېر زړور سرتېري به تل د امریکا ترڅنګ وي.
ښاغلي ټرمپ وویل په افغانستان کې د برتانیا ۴۵۷ سرتېري ووژل شول او ډېر نور یې سخت ټپیان شول. خو په داسې حال کې چې ټرمپ دا څرګندونې کولې، د برتانیا د حکومت یوه ویاند وویل صدراعظم کایر سټارمر د دې موضوع په اړه د امریکا له ولسمشر سره په ټلفوني خبرو کې بحث وکړ.
له بلې خوا د اسټرالیا، ایټالیا، ډنمارک او پولنډ صدراعظمانو، د جرمني د دفاع وزیر او د ناټو د نورو غړو او متحدو هېوادونو چارواکو هم د افغانستان په جګړه کې د دوی د ونډې په اړه د ټرمپ پر څرګندونو سخت انتقادونه کړي دي.
د اسلام محکمې د بشري حقونو فعاله ایمان زینب مزاري او د هغې مېړه په لس کاله بند محکوم کړل
د پاکستان یوې محکمې د بشري حقونو مخکښې فعالې او مدافع وکیلې ایمان مزاري او د هغې مېړه ته د لس کاله بند سزا اعلان کړه.
مېرمن مزاري او مېړه یې هادي علي چټه چې هغه هم مدافع وکیل دی د پاکستان د پوځ له سرسختو منتقدانو څخه دي.
د محکمې د اسنادو له مخې دوی ته د آنلاین یا سایبر ټروریزم او په عمدي ډول د ناسمو معلوماتو د خپرولو په ګډون د دریو تورونو له کبله سزا اورول شوې.
محکمې پرون په یوه بیان کې وویل چې مېرمن مزاري پر خپله ایکس پاڼه خورا توهینوونکي مطالب خپرول. په بیان کې راغلي دي چې نوموړې او مېړه یې باید د لسو کلونو لپاره په بند کې پاتې شي.
محکمه دا حکم یوه ورځ وروسته له هغه ورکوي چې پولیسو دا مېړه او ښځه په داسې حال کې چې د خپلې قضیې په اړه د محکمې غونډې ته د اسلام آباد خوا ته روان وو، ونیول.
مېرمن مزاري د هغو افغان کډوالو چې د پاکستان د حکومت د اقداماتو په ترڅ کې ځپل کېږي او د هغو کسانو وکالت کاوه چې په پاکستان کې په کفر ویلو تورنېدل.
راستانه شوي افغانان په سړه هوا کې سرپناه نه لري
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنیري وايي، د افغانستان سړې هوا د راستانه شویو افغانانو ژوند له کړاونو ډک کړی دی.
دې ادارې پرون شنبې د (جنوري ۲۴مه) پر خپلې ایکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره له پاکستان او ایرانه د هغوو راستنو شویو افغانانو ژوند انځور کړی چې د کابل په سړې هوا کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.
د دې ادارې په ټکو، دا کډوال نړیوال مرستو ته اړمن دي.
له ایران او پاکستانه په وروستیو څو میاشتو کې په زرهاوو افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.
یو این ایچ سي ار په داسې حال کې د راستانه شویو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلي چې په تیرو څلورو ورځو کې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ډيرو ښارونو کې واورې او بارانونه شوي دي.
د طالبانو حکومت پرون شنبې د واورو او بارانونو له کبله د شاوخوا ۶۰ کسانو مړینه او سلو ډیرو نورو ټپي کیدل تایید کړي وو.
وروستیو واورې او بارانونو د ځاني زیان سربیره خلکو ته مالي تاوانونه هم رسولي دي.
د بلیجم حکومت؛ د افغانو د اخراج په اړه له طالبانو سره خبرې کوو
د بلجیم حکومت له طالبانو سره له دې هېواد د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه خبرې کوي.
د بي ار اف په نوم یوې بلجیمي رسنۍ پرون شنبې د (جنوري۲۴مه) راپور ورکړی چې د بلجیم حکومت په دې غور کوي چې څنګه په دې هېواد کې "رد شوي او مجرم افغان کډوال" بیرته افغانستان ته ستانه کړي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د بلجیم د کډوالو ادارې مشر فردي روزمونټ له یو شمیر نورو اروپايي چارواکو سره افغانستان ته له سفر وروسته ویلي،" بلجیم او شل نور اروپايي هېوادونه غواړي د هغوو افغانانو په اړه چې په دې هېوادونو کې يې د منل کیدو دوسیې رد شوي د بیرته ستنیدو او اخراج د پروسیې په اړه له طالبانو خبرې اترې وکړي".
روزمونټ تیره اونۍ کابل ته سفر درلود.
د هغه په ټکو، دوی هغه افغانان هم اخراجوي چې په اروپايي هېوادونو کې مجرم پیژندل شوي دي.
تراوسه د طالبانو حکومت په اړه څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې د جرمني حکومت دوه ځلې د دوی په ټکو مجرم افغانان له طالبانو سره تر خبرو اترو وروسته افغانستان ته ستانه کړل.
د ملګرو ملتو مرستاله کابل ته رسیدلې
د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیاله کابل ته تللې ده.
د یوشمیر رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې روزمیري دیکارلو نن د طالبانو له یوشمیر مشرانو سره خبرې وکړي.
نژدې اونۍ مخکې د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبرې غونډې ته د اغلې دیکارلو د دې سفر په اړه ویلي و چې هدف یې د دوحې پروسیې تعقیبول دي.
دا پروسه د دوه زره درویشتم کال په مې میاشت کې سرمنشي انتونیو ګوتیریش پيل کړه چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو همغږه کول دي.
د دې پروسې په لومړیو دوو ناستو کې په افغانستان کې پر بشري حقونو، د ښځو پر حقونو او بشري مرستو تمرکز شوی و.
اروپایي ټولنه: په افغانستان کې تعلیم د هر ماشوم او ماشومې حق دی
اروپایي ټولنې نن د جنوري څلرویشتمه د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې تعلیم د هر ماشوم او ماشومې بنسټیز حق وباله.
په کابل کې د اروپایي ټولنې دیپلوماتیکي استازولۍ په یوه بیان کې وویل چې دوی له بیلابیلو موسسو سره په ملګرتیا پانګونه کړې چې ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ ماشوم د تعلیم له حق څخه محروم نه شي.
په ورته وخت کې اروپایي ټولنې په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې شپږ میلیونه یورو یې په افغانستان کې د زده کړو لپاره ځانګړې کړې دي.
له بلې خوا، اروپايي ټولنه وايي چې په پنځو ولایتونو کې د افغانستان لپاره د یونسکو د دفتر له لارې ۴.۷ میلیونه یورو مصرفوي چې اووه زره پنځه سوه ځوانانو او لویانو ته لیک لوست ورزده کړي او له مسلکي مهارتونو سره یې اشنا کړي.
په کابل کې د سنوبورډ په لوبو کې په سلګونو لوبغاړو ګډون وکړ
د کابل په واورینو غرونو کې د سنوبورډ لوبې ترسره شوې. د افغانستان د سنوربوډ فدراسیون چارواکي وايي چې د روزنیزو سیالیو دا پروګرام د ژمنیو لوبو د ودې او د راتلونکو سیالیو لپاره د لوبغاړو د چمتوالي په هدف د جمعې په ورځ د قرغ غرونو په لمنو کې ترسره شو.
په دې لوبو کې په لسګونو لوبغاړو برخه واخیسته.
د افغانستان سنوبورډ لوبغاړو به پخوا تر ډیره خپل تمرینات په بامیان کې ترسره کول خو په کابل او شاوخوا سیمو کې د تیرې اونۍ درنې واورې دې ته زمینه برابره کړې ده چې دا لوبې په کابل کې هم وشي.
بنګلدېش افغانستان ته د باکیفیته درملو د صادرولو ژمنه کړې
د بنګلدېش د درمل جوړولو د صنعت چارواکو ژمنه کړې چې افغانستان ته به هغه درمل نه صادروي چې د اعتبار د مودې پای ته یې لږ وخت پاتې وي.
د منځني ختیځ آنلاین خبري شبکې منا د بنګلدېش د روغتیا وزارت د یو بیان په حواله خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت د درملو د تنظیم د چارو د رییس حافظ نعمت الله ایوبي او د بنګلدېش د درمل جوړولو د صنایعو د ټولنې د عمومي منشي ذاکرحسین په کتنه کې همداراز موافقه شوې چې بنګلدېش به د لوړ کیفیت لرونکې درمل په مناسبه بیه افغانستان ته صادروي.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي هم پر خپله ایکسپاڼه خبر ورکړی چې د طالبانو د پلاوي د سفر پرمهال د بنګلدېش د درملو د جوړولو د شرکتونو چارواکي هڅول شوي دي چې په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اړتیا وړ خپل ډېره برخه دارو درمل له بهر څخه واردوي او د طالبانو دحکومت د مالیې وزارت په وروستیو کې اعلان وکړ چې له پاکستانه د درملو پر وارداتو ممنوعیت به د روانې سلواغې میاشتې له شلمې نېټې څخه عملي شي.