د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

ټرمپ: مسکو سره رغوونکي خبرې د امریکا، روسیې او ټولې نړۍ په ګټه دي


دواړو ولسمشرانو د وسلو د کنټرول په اړه د بحثونو د پیلیدو هیله وښوده
دواړو ولسمشرانو د وسلو د کنټرول په اړه د بحثونو د پیلیدو هیله وښوده

د امریکا او روسیې ولسمشران وایي، دوی د خپلو هېوادونو د اړیکو د سمولو لپاره لومړني ګامونه واخېستل.

د امریکا په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې ادعا، د سوریې بحران، د ایران د اټمي تړون په اړه اندیښنې، د اوکراین بحران، اقتصادي مسایل او داسې نور هغه موضوعات وو چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو په دې لیدنه کې بحث ورباندې وکړ.

هغه څه چې د دغو مشرانو په وینا تر ټولو ډیر ټینګار ورباندې وشو، د امریکا په تیرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې ادعا وه .

د ټرمپ منتقدینو دا یوه داسي لوبه بللې چې د دوی په خبره مستقیما د پوتین په لاس کې وه .

د ولادیمیر پوتین تر څنګ ولاړ ډونالډ ټرمپ د خپلو استخباراتي ادارو هغه نتایج تر پوښتني لاندې راوستل چې په تیرو انتخاباتو کې یې د روسیې د مداخلې په اړه ترلاسه کړي ول . ظاهرا داسي ښکاریدل چې ولسمشر ټرمپ د پوتین دا ټینګار ومانه چې وایې پدې کار کې روسیه سپینه ده .

ولسمشر ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په خپلو استخباراتو ډاډه دی ، خو وایې ولسمشر پوتین ددې ادعاوو د ردولو په برخه کې پیاوړی وو.

هغه زیاته کړه :

د امریکا استخباراتي ادارې وایې فکر کوي چې دا کار د روسیې دی ، خو دلته ولسمشر پوتین وویل چې روسیه نده . زه وایم چې داسي کوم دلیل نه وینم چې ولې به روسیه داسي وکړي ، خو زه واقعا غواړم د ملي دیموکراتیک کمیټې سرور وګورم . »

د با نفوذه جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو په ګډون د امریکا قانون جوړونکو تر ټولو دمخه د ولسمشر ټرمپ پر دغو څرګندونو انتقادونه وکړل او ویویل چې په دې خبري غونډه کې د ولسمشر ټرمپ کړني عجیب و غریب ، له شرمه ډکي او د هغه د دندې په ترڅ کې یو حیرانوونکی خیانت وو.

د امریکا ولسمشر تر دې سرمشریزې وړاندي لا تر فشار لاندي وو چې یا ددغو ادعاوو په اړه ولسمشر پوتین وننګوي او یا دې دا سرمشریزه لغو کړي.

خو ولسمشر ټرمپ له پوتین سره د لیدو په اړه د خپلې پریکړې دفاع وکړه او ویویل چې دیپلوماسي مهمه ده او له مسکو سره رغوونکي خبري د امریکا ، روسیې او ټولې نړۍ په ګټه دي.

ولادیمیر پوتین وویل چې هغه غوښتل ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال انتخابات وګټي
ولادیمیر پوتین وویل چې هغه غوښتل ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال انتخابات وګټي

بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه غوښتل ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال انتخابات وګټي ځکه دده په خبره په امریکا کې جمهوري غوښتونکو داسي هیله ښودلې وه چې له مسکو سره د اړیکو ښه کول غواړي .

ولسمشر پوتین د امریکا د ادعاوو په بیا بیا ردولو سره ټینګار وکړ چې د تیرې ورځي خبري یې د اړیکو د ښه کیدو لپاره ګټوري وې.

« د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ښاغلي ډونالډ ټرمپ سره زموږ خبري په صادقانه او رغوونکې فضا کې ترسره شوې. زه دا خبري ډیري بریالۍ او ګټورې بولم. »

دواړو ولسمشرانو دغه راز د وسلو د کنټرول په اړه هم د بحثونو د پیلیدو هیله وښوده .

د روسیې ولسمشر وویل دا مهمه ده چې د اټومي وسلو په اړه باید خبري پیل شي او زیاته یې کړې پدې اړه یې وړاندیزونه هم سپارلي دي ، خو د وړاندیزونو په اړه یې نور جزییات ورنکړل.

ولادیمیر پوتین دا هم وویل چې روسیه او امریکا باید د ۲۰۱۰ کال د هغه تړون پر تمدید خبري وکړي چې دواړو هیوادونو ته یې د اټومي زیرمې نوي حدود ټاکل.

دا تړون د بارک اوباما او دیمتري میدویدیف ترمنځ لاسلیک شوی وو.

د امریکا ولسمشر له خپل روسي سیال سره په دې خبرو کې د کریمیا او یا د اوکرایین د ختیځ د ستونزو په اړه څه ونه ویل ، خو ولسمشر پوتین وویل چې ولسمشر ټرمپ د امریکا پر هغه دریځ ولاړ دی چې وایې د کریمیا الحاق غیرقانوني وو ، خو نور یې څه ونه ویل .

پوتین دغه راز پر امریکا ټینګار وکړ چې پر کیف نور فشار راوړي څو ددغه هیواد په ختیځ کې د جګړو د ختمولو په هدف د منسک تړون عملي کړي.

په همدې حال کې چې د روسیې او امریکا ولسمشرانو خبري کولې ، د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې په لندن کې پارلمان ته وویل چې د روسیې مشرتابه له څو اړخونو د لویدیځ د ارزښتونو د کمزوري کولو هڅو ته ژمنه ده .

XS
SM
MD
LG