د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د شااوخوا ۶۴۳ ورسېدلو شکایتونو ارزونه پیل کړې


د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون وايي، دوی ته د رسېدلو شااوخوا ۶۴۳ شکایتونو د ارزونې پړاو پيل کړی دی.

دغه کمېسیون وايي، دوی ته د رسېدلو شکایتونو هر اړخیزه څېړنه‌یې پيل کړې، هغه شکایتونه چې دوی ته د مستند کولو، تحلیل او د وروستي تصمیم لپاره لېږل شوي دي.

د دغه کمېسیون کمېشنر عبدالبصیر فایز د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۵» ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه‌یې له ۳۴ ولایتونو شااوخوا ۶۴۳ شکایتونه ترلاسه کړي چې په دغو شکایتونو کې نږدې ۸۶ شکایتونه د بشر ضد جنایتونو، د وسله‌والو کسانو د درلودلو، د ځمکو په غصب او وژنو پورې اړه لري.

ښاغلی فایز وايي، د دغو ادعاوو په تړاو له کره اسنادو تر ترلاسه کولو وروسته به دوی د تورنو کسانو نومونه د کاندیدانو له لېسته وباسي.

ښاغلي فایز وویل:

"موږ د شکایتونو د څېړنې او ارزونې مرحله پیل کړه، د ثبت، تصنیف او دقیق ټیمونه موظف شوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته رسېدلي شکایتونه وڅېړي او هغه کسان چې په وړاندې یې شکایت موجود وي، که مستند ثابت شي چې په بشري او مدني جنایتونو، وژنو او د ځمکو په غصب محکوم وي، کمېسیون به د قانون له احکامو سره سم د دغو کسانو نومونه د کاندیدانو له لېسته وباسي."

دغه کمېسیون وايي، ښايي د شکایتونو تر څېړنې وروسته ځیني کاندیدان له لېسته وویستل شي او یا هم ایستل شوي بېرته په لېست کې شامل شي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د سرطان په ۹مه د شکایتونو د ثبت پروسه پیل کړې او ټاکل شوې چې د اسد په ۱۱مه یې وروستي نتایج د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

په ورته وخت کې د ولسي جرکې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان ټینګار کوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید د کاندیدانو د شکایتونو په څېړنه کې شفافیت په پام کې ونیسي.

د ولسي جرکې دوهم منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرکې دوهم منشي عرفان الله عرفان

دی وایي:

"د خلکو د استازو په توګه زموږ تمه دا ده چې په دغه پروسه کې شفافیت ته جدي پام وشي او کمېسیون دې هغو کسانو ته چې جنايي او جرمي قضیې لري، جدي رسېدنه وکړي، هغه کسان چې پارلمان ته په تګ او وکيل کېدو سره غواړي چې په خپلو جنایاتونو پرده وغوړوي، مخه‌یې ونیسي."

ښاغلی عرفان وايي، که چېرې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون، عدلي او قضايي بنسټونه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د کاندیدانو د اسنادو په څېړنه کې خپله خپلواکي ونه‌ساتي او له غور څخه کار وانه‌خلي، د بشري حقونو ناقضین او جنایتکاران به ملي شورا ته لاره پیدا کړي چې دا خلکو ته د منلو نه‌دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG